CRI Online

يو لړ تازه سپورټي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2015-03-11 13:14:21

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د تېر فبرورۍ په اته ويشتمه نېټه، د چين د درويشتو ارګانونو اړوندو مسئولانو د سپورټ عمومي ادارې يوه مباحثوي غونډه کې ګډون وکړ. دوی په تېر ٢٠١٤کال کې د عامو وګړيو د روغتيا پروګرام او د ٢٠١٥ کال د کاري پلان د تطبيق په هکله خبرې اترې وکړې. د چين د سپورټ د عمومي ادارې مشر ليو پنګ په دې ترڅ کې په چين کې د فوټبال لوبې سمول ياد کړل او و يې ويل

(( د فبرورۍ د اوه ويشتمې نېټې په شپه مو هغه خبر واورېد چې په چين کې د فوټبال لوبې د اصلاحاتو عمومي پروګرام د اصلاحاتو د هراړخيز ژوروالي په هکله د مرکزي لارښوونکې ډلې لخوا تصويب شوی. دغه پروګرام زموږ ټولو لپاره ډېر د پاملرنې وړ دی او زموږ د عمومي ادارې د اصلاحاتو په سيسټم کې لومړی کار هم دی. ))

د چين د ځمکې او سرچينې وزارت او د مالياتو عمومي ادارې په شمول د ارګانونو استازيو هم په خپله وينا کې د فوټبال لوبې اصلاحات ياد کړل او و يې ويل چې په ٢٠١٥ کال کې به په دوامداره توګه د فوټبال په شمول د سپورټي چارو د پرمختګ ملاتړ او هڅونه وکړي.

د سين هوا اژانس د فبرورۍ په اوه ويشتمه نېټه خبر ورکړ چې د چين د فوټبال ټولنې د خبر له مخې، د چين ښځينه لوبډلې په همدې ورځ پورتګال ته حرکت وکړ چې د دې هېواد په الګارف ښار کې د فوټبال په ښځينه نړيواله سيالۍ کې ګډون وکړي.

د چين ښځينه لوبډلې له ١٩٩٦ کال راهيسې په ياده سيالۍ کې ګډون کړی او کوي يې . دوی په ١٩٩٩ او ٢٠٠٢ کال کې د دې سيالۍ لومړی مقام ونيوه. تېر کال دوی پنځم مقام ونيوه چې په وروستيو کلونو کې تر ټولو ښه برياليتوب بلل کېږي. سږنۍ سيالي به د مارچ له څلورمې نېټې څخه تر يوولسمې نېټې پورې تر سره شي. د چين ښځينه لوبډله غواړي له دې نور ښه برياليتوبونه تر لاسه کړي. خو دغه ځل دوی له جرمني، برازيل او سويډن سره په يو ګروپ کې دی چې له قوي ټيمونو سره لوبيږي، نو له ډېرو سختو سياليو سره مخامخ دي. د چين نجونې به په سږنۍ سيالۍ کې څه برياليتوب تر لاسه کړي؟ موږ سترګې په لار يو.

د اولمپيک د نړيوالې کمېټې رئيس توماس باح له برازيل څخه تر يو اوونيزې ليدنې وروسته د فبرورۍ د اته ويشتمې نېټې له غرمې وروسته په ريوديجنيرو کې يوه خبري ناسته کې په دې ښار کې د اولمپيک لوبو د تياريانو په اړه خوشحاله څرګنده کړه. هغه وويل چې تر اسه پورې د ريوديجنيرو د اولمپيک لوبو د تياريو کارونه د خوښۍ وړ دي، خو اړوندې خواوې بايد په دې برخه کې لا نور زيات کوښښونه تر سره کړي. څرنګه چې د مصرف وړ وخت نه شته. هغه زياته کړه چې د ريوديجنيرو ښاروال ته مې ويلي کله چې د اولمپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړم، غواړم د سټيديوم له جوړوونکو څخه د زړه له کومې مننه وکړم.

برسيره پر دې، نوموړي په همدې ورځ څو ځلې د اولمپيک لوبو د ميراث مسئله ياده کړه او هيله يې وښودله ، کله چې د ريوديجنيرو اولمپيک لوبې پای ته ورسېږي او د اولمپيک نړيواله کمېټه له دې ښار څخه ووځي، ځايي وګړي به د اولمپيک له لوبو څخه ګټور ميراث له ځان سره ولري.

د سين هوا اژانس د فبرورۍ په اوه ويشتمه نېټه خبر ورکړ چې د ٢٠٢٠ کال د توکيو د اولمپيک لوبو د تشکيلاتي کمېټې لخوا وړاندی شوی هغه پلان چې د سياليو درې ځايونه بدلېږي، د اولمپيک د نړيوالې کمېټې د اجراييوي ډلې لخوا منظور شوي. د لګښت د کمولو لپاره د توکيو د اولمپيک لوبو تشکيلاتي کمېټه ښايي نور زيات بدلونه تر سره کړي.

د توکيو د يادې کمېټې سرمنشي توشيرو موتو وويل د باسکتبال او سپرلۍ په شمول د سياليو ځايونه به ښايي بدل شي. د اړوند مامور په قول، د اوسنيو بدلونونو په اثر به د توکيو د اولمپيک لوبو د تر سره کولو لګښت تقريبا يو مليارډ امريکايي ډالره کم شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای