CRI Online

دوه سپورټي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2015-03-11 13:25:24

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ٢٠١٥ کال په بريټانيا کې د بدمينتون د نړيوالې سيالۍ وروستۍ مسابقه د ځايي وخت د مارچ په اتمه نېټه د بريټانيې په بومينهان ښار کې جوړه شوه او پکې د چين ټيم درې طلايي مډالونه تر لاسه کړل.

په همدغه سيالۍ کې د چين لوبغاړي جانګ نان او لوبغاړې جاو يون لی لومړی د دوه نفري په ګډه لوبه کې د اندونيزيا ټيم ته ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله. مخکې دغه دواړه ټيمونه په څه دپاسه لسو نړيوالو سياليو کې مخامخ شوي او برابر توان يې ښکاره کړی. خو په دغه مسابقه کې د چين يادو لوبغاړو په نوره ښه توګه خپل توان څرګند کړی او په پای کې يې برياليتوب تر لاسه کړ.

د همدې ورځې په سيالۍ کې د نارينه يو کسيزه مسابقه ډېره د پاملرنې وړ وه. د چين لوبغاړي شن لونګ په نيم پايلوبه کې د چين مشهور لوبغاړي لين دان ته ماتې ورکړه او پايلوبې ته داخل شو. شن لونګ په پايلونه کې له مشهور سويډني لوبغاړي جان جورګسن سره يوه سخته سيالي وکړه. جورګسن په لومړۍ دوره کې د پنځلسو په مقابل کې په يوويشتو شن لونګ ته ماتې ورکړه، په دوهمه دوره کې شن لونګ د اوولسو په مقابل کې په يوويشتو جورګسن ته ماته ورکړه، بيا په وروستۍ دوره کې شن لونګ د پنځلسو په مقابل کې په يوويشتو جورګسن ته ماتې ورکړه او اتلولي يې تر لاسه کړه.

له سيالۍ وروسته شن لونګ له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل وروسته له هغه چې په ٢٠١٣ کال کې يې د بريټانيې د بدمينتون نړيوالې سيالۍ طلايي مډال تر لاسه کړی و، سږ کال يې بيا اتلولي تر لاسه کړه، دا په تېرو دوو مياشتو کې د ده سختو تمرينونو تر ټولو ښه نتيجه ده. هغه وويل

(( د اولمپيک لوبو لپاره د نمرو راغونډولو له سيالۍ مخکې يوازې درې سيالۍ لري چې د بريټانيې، ماليزيا او سينګاپور سيالۍ دي. نو زه بايد په دغو دريو سياليو کې ښه برياليتوب تر لاسه کړم، تر څو خپل نمبرې مې زياتې او په ليست کې زما مقام مخکی شي او په اولمپيک لوبو کې د يو هغه لوبغاړي په توګه سيالي وکړم چې مقام مې لوړ دی. دا زما موخه ده.))

د ښځو دوه نفري لوبې اتلولي هم د چيني لوبغاړو لخوا تر لاسه شوه. په نارينه دوه نفري لوبه کې د چين لوبغاړو جانګ نان او فو های فنګ د ډنمارک له ټيم سره په سيالۍ کې ماتې وخوړه او نقره يي مډال يې تر لاسه شوه. د ښځينه يو کسيزې سيالۍ اتلولی د اسپانيې لوبغاړې کارولنه مارين لخوا تر لاسه کړه. نو د چين ټيم په دغه نړيواله سيالۍ کې دری طلايي مډالونه تر لاسه کړي دي.

د چين لوبغاړي جانګ نان خبريال ته وويل

(( د هرې غير ګروپی لوبې سيالي ډېره سخته ده. اوس د بهرنيو لوبغاړو توان مخ په پياوړي کېدو دی، نو موږ بايد په نوره جدي توګه تمرينونه تر سره کړو او په هره سيالۍ کې د برياليتوب د ګټلو لپاره دې تر وسې پورې کوښښ وکړو. ))

د سين هوا اژانس د مارچ په اتمه نېټه خبر ور کړ، د چين لخوا د ٢٠١٩ کال د باسکتبال د نارينه اتلولۍ د کوربتوب حق د غوښتنې په اړه خبري ناسته د روانې مياشتې په اوومه نېټه په بېجينګ کې جوړه شوه. د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړي او د باسکتبال پخواني مشهور لوبغاړي ياو مينګ هيله وښودله چې چين په برياليتوب سره دغه کوربتوب حق تر لاسه کړي. هغه وويل :

(( اوس د باسکتبال لوبه په چين کې ډېر د هر کلي وړ ده او زيات مينوال لري. زما د يوې څېړنې د نتيجې له مخې، په ښوونځيو کې د زده کوونکو د سپورټي لوبو د انتخاب په ليست کې باسکتبال لومړی مقام نيسي. هيله لرم چې څلور کاله وروسته د باسکتبال دغه نړيواله سيالي په چين کې تر سره شي. په تېره بيا چې دغه ځل د بېجينګ، نان جينګ، سو جو او ګوانګ جو په شمول ډېر ښارونه په ګډه دغه کوربتوب حق غواړي، نو دا د ټول چين غوښتنه ده. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای