د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو دايمي غړي، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې مشر يو جنګ شنګ د مارچ په ديارلسمه نېټه له غرمې نه وروسته د خلکو په لوي تالار کې د عمده خبري رسنيو له هغو مسؤلينو او خبريالانو سره وکتل چې د دغه کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې د درېيمه غونډه سره مرکه کړېده. هغه د دوې د کوښښونو څخه مننه څرګنده وکړه.
ښاغلي يو جنګ شنګ وويل، چې دغه غونډه بريالۍ شوه او مطبوعاتي کارونه ښه شوي دي. مرکزي خبري رسنيو د دغې غونډې د مصلبونو سره سم د لارښوونې پر سم طرزونو ټينګار وکړ.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |