د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په پنځلسمه نېټه په بېجينګ کې وويل، د چين او امريکا ترمنځ اړيکې د ډېر لوي پرمختيايې هېواد او د ډېر لوي پرمختللي هېواد ترمنځ اړيکې دي. موږ غواړو د متقابل درناوۍ، همکارۍ او ګډو ګټو پر بنسټ د نښتو او مقابلې په ليری کولو سره د لويو هېوادونو ترمنځ نوې اړيکې ټينګې کړو.
صدراعظم لي که چيانګ دغه څرګندونې د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د درېيمې ملي غونډې له پای ته رسېدو وروسته په يوه خبري ناسته کې د خبريالانو پوښتنو ته د ځوابونو ورکولو په ترڅ کې وکړې.
هغه وويل، چې اوس د چين پر غاړه تر ټولو لومړۍ مهمه دنده پرمختګ دی، نو چين سوله ييز نړيوال چاپيريال ته اړتيا لري. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |