CRI Online

بو او فورم به د مارچ په ٢٦ مه نېټه پيل شي

cri     (GMT+08:00) 2015-03-18 15:46:57

د بواو اسيا فورم د ٢٠١٥ کال غونډه به د مارچ له ٢٦ مې نېټې څخه تر ٢٩ مې نېټې پورې د چين د های نان ولايت په بواو کې ترسره شي او اصلي موضوع به يې د اسيا نوی راتلونکی : ګډ سرنوشت لرونکې ټولنه جوړول وي. د بواو اسيا فورم سرمنشي جو ون جونګ د مارچ په ١٧ مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د بېلابېلو هېوادونو مشران به د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي چې شمېر به يې د پخوا په پرتله زيات وي.

سرمنشي جو په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې لومړی د بواو اسيا فورم د سږنۍ غونډې ته د تيارۍ د بېلابېلو چارو په اړه معلومات ورکړل ، ده وويل:

((د کوربه هېواد مشران او د دولت رئيس شي جين پينګ به د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي ، دغه راز په دې غونډه کې د نورو هېوادونو د ګډون کوونکو مشرانو نوم لړ به د کوربه هېواد د حکومت لخوا په راتلونکو څو ورځو کې خپور شي، چې شمېر به يې د پخوا په پرتله زيات وي.))

سرمنشي جو وويل، څه باندې دوه زره سياستوال، سوداګر، کارپوهان او د خبري رسنيو مشران به په سږنۍ غونډه کې د اسيا د ګډ سرنوشت لرونکې ټولنې د جوړولو په هکله ٧٧ بحثونه وکړي چې محتويات به يې د عمومي اقتصاد، سيمه ييزې همکارۍاو تخنيکي نوښت په شمول له شپږو برخو سره تړاو ولري او پکې به سيمه ييزې همکارۍ عمده ټکي وي.

((سيمه ييزې همکارۍ به د فورم عمده ټکي وي. په دې وروستيو کلونوکې په اسيا کې سيمه ييزې همکارۍ ډېر پرمختګ کړی . په سږنۍ غونډه کې به ګډونوال د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند او د ورېښمو سمندري لار ، د جنوب ختيځې اسيا د اتحاد ټولنې او د ختيځۍ اسيا ټولنې په شمول د يو شمېر موضوعاتو په هکله ويناوې وکړي.))

د مالوماتو له مخې نوښتونه د يادې غونډې د توجه وړ ټکی دی . د مايکروسافت شرکت نوښتګر بيل ګېڅ به د تصديو له نورو خاوندانو سره يو ځای د تکنالوژۍ ، نوښتونو او د انسانانو د دوام لرونکې پرمختيا په هکله خبرې اترې وکړي . دغه راز د بېلا بېلو هېوادونو د انټرنيټي شبکې ماهران به هم د پولي چارو ، غيرمنقولو دارايو او د کورونو برېښنايي سامان الاتو په شمول د مختلفو چارو له مشرانو سره بحثونه وکړي .

په همدې ورځ په مطبوعاتي غونډه کې په ٢٠١٥ کال کې د اسيا د اقتصادي يووالي بهير، د اسيا د سيالۍ توان او د نويو مخ پر وده اقتصادونو د پرمختګ په هکله درې رپوټونه هم خپاره شوي. د بواو د اسيا فورم د اسيا د سيالۍ توان د ٢٠١٥ کال د رپوټ مسئول ، د چين د نړيوال اقتصادي تبادلې مرکز چارواکي وانګ جون د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي ټولنې د ٢٠١٤ کال د سيالۍ توان درجه بندي خپره کړه چې پکې هانکانګ ، تایوان، سينګاپور او جنوبي کوريا چې د اسيا د څلورو پړانګانو په توګه ياديږي، مخکني ځايونه نيسي او چين د تېر کال په شان په ٣٧ اقتصادونو کې لاهم ٩ ځای نيسي.

ښاغلي وانګ همدارنګه زياته کړه، په ٢٠١٤ کال کې د اسيا اقتصادي لوړوالی په نړۍ کې مخکنی ځای نيولی، خو په راتلونکي کې به د اسيا د اقتصادي ودې په برخه کې ناثباتوالی زيات شي.

خطرونه د ډالرو ګټې له اټکلي زياتوالي څخه عبارت دي . رپوټ هم ښيي، د اسيا د زياتو اقتصادونو د لومړی ، دوهم سوداګريز ملګري او مهمې پانګه اچوونکې سرچينې په توګه د چين اقتصاد نوی وضعيت ته داخل شوی چې په دې وجه د چين اقتصاد د اسيا د نورو اقتصادي ټولنو پر راتلونکي او رقابت کليد عامل وګرځي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای