CRI Online

د فوټبال لوبې اصلاحات د چين د سپورټي چارو د درېيم ځل پرمختګ هڅوي

cri     (GMT+08:00) 2015-03-20 20:57:56

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د فوټبال لوبې د اصلاحاتو او پرمختګ عمومي پلان د مارچ په شپاړسمه نېټه په رسمي توګه خپور شو چې د چين د فوټبال لوبې د اصلاحاتو د ژوروالي لپاره يې څرګندې دندې او لارنقشه جوړه کړې ده. د سپورټ په برخه کې د يو پياوړی هېواد د جوړولو په ترڅ کې، د فوټبال لوبې اصلاحات به نه يوازې د چين د سپورټي چارو د درېيم ځل پرمختګ وهڅوي، بلکې د عامو وګړيو د خوښيو احساسات به هم زيات کړي.

د چين د ولسي جمهوريت تر جوړېدو راهيسې، د سپورټ په برخه کې يې دوه ځلانده پرمختګ موندلي، لومړی ځل د ١٩٨٤ کال د امريکا د لاس انجلس په اولمپيک لوبو کې نښه ويشتونکي لوبغاړي شو های فنګ د چين لپاره د اولمپيک لوبو لومړی طلايي مډال تر لاسه کړ او د چين د واليبال ښځينه لوبډلې د مسلسل درېيم ځل لپاره په نړيواله اتلولۍ کې طلايي مډال وګاټه. دوهم ځل د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د چين لوبډلې لومړی ځل د طلايي مډالونو په لست کې لومړی مقام ونيوه چې د چينايانو ملي غرور او لويوالی يې ډېر لوړ کړ. برسيره پر دې، له دې څخه له دېرشو کلونو راهيسې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو برياليتوبونه ښکاري. نن ورځ چين د سپورټ په برخه کې د يو پياوړي هېواد په لوري کوښښ کوي او د فوټبال لوبې اصلاحات به د سپورټي چارو د سمولو لپاره د ازموينې او لارښوونې مهم رول ولوبوي.

د څېړونکو په اند، د چين حکومت فوټبال لوبه د سپورټي چارو د سمولو ازمويښتي برخه بولي چې له دې څخه د عامو وګړيو سپورټي او د دوی اړتياوو ته د حکومت ډېرې پاملرنې ښکاري. څرنګه چې فوټبال لوبه نه يوازې په عامو وګړيو کې ډېر مينوال لري، بلکې لويه نړيواله اغېزه هم لري، برسيره پر دې، دغه سپورټي لوبه پټ بازاري ځواک لرونکې هم ده.

د فوټبال لوبې پوره اصلاحات د چين د اقتصادي جوړښت له بدلون سره سمون هم خوري. د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلي کېدو راهيسې، د چين اقتصاد ګړندی پرمختګ موندلی او د ليدو وړ لاسته راوړنې يې هم تر لاسه کړې دي. خو په عين وخت کې د چاپېريال ککړتياوو په شمول مسئلې هم رامنځته شوې دي. فوټبال يوه داسې لوبه او چارې دي چې چاپېريال ته ککړتيا نه رسوي او ستر پټ او حياتي ځواک لري. د فوټبال لوبې د هراړخيزو اصلاحاتو موخه نه يوازې په سياليو کې ښه برياليتوبونه تر لاسه کول، بلکې د سپورټي چارو د سالم پرمختګ هڅول هم دي. د فوټبال لوبې پرمختګ به د چين د هغه هدف د بشپړتيا لپاره ګټور وي چې په ٢٠٢٥ کال کې د سپورټي چارو توليدي ارزښت پنځو زرو مليارډو يوانو ته ورسېږي چې له اتو سوو مليارډو امريکايي ډالرو سره برابر دی.

بله خوا، د فوټبال لوبې پوره اصلاحات د چين د سپورټي چارو د پرمختيايي لارو چارو د ستر بدلون يوه نښه هم ده. په تېرو لسګونو کلونو کې د چين لوبغاړو په اولمپيک لوبو کې د طلايي مډالونو او د خپل هېواد لپاره د وياړ ګټلو په برخو کې ستر خدمتونه کړي دي. خو په چين کې د مسلکي سپورټ، د عامو وګړيو د روغتيا موندلو او سپورټي چارو په برخو کې ځينی نيمګړتياوې شته دی. دغه ځل د فوټبال لوبې له هراړخيزو اصلاحاتو څخه چې څو ارګانونه پکې ګډون لري، د سپورټ پرمختګ په برخه کې د چين نوې نظريې ښکاري.

د څېړونکو په اند، د فوټبال لوبې په پوره اصلاحاتو سره به د سپورټي کارونو، سپورټي چارو او د سپورټ ادارې ميکانيزم په برخو کې د سمولو وهڅول وشي. ويل کېږي چې د فوټبال لوبې له پوره اصلاحاتو څخه ګټې اخيستونکي نه يوازې د فوټبال لوبې مينوال دي. څرنګه چې د فوټبال لوبې اصلاحات په نظام او مينکانيزم پورې اړه لري، نو د اصلاحاتو په ترڅ کې به نورې اغېزې رامنځته شي. که د فوټبال اصلاحات په برياليتوب سره تر سره شي، نو د باسکتبال او واليبال په شمول د لوبو سمول به هم ور پسې روان وي.

دا يو واقعيت دی چې د فوټبال لوبې پوره اصلاحات يوه سخته او دايمي دنده ده او په لنډه موده کې نه شي تر سره کېدای. نو د چين حکومت چمتو دی چې ګام په ګام اغېزمن تدبيرونه ونيسي او رښتيني برياليتوب تر لاسه کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای