CRI Online

د چين په اړه د بنګله ديش زده کوونکی ان شيو خوب

cri     (GMT+08:00) 2015-03-25 11:52:25

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې ګرانو اوريدونکيو،د چين د ورخلاصون او اصلاحاتو تګلارې په رڼا کې په نړۍ کې د چين اغيزه په پر له پسې توګه لوړه شوې او لازيات بهرنيان د خپلو خوبونو او ارمانونو په درلودلو سره چين ته راغلي دي. بنګله ديشي زده کوونکي ان شيو له دې جملې څخه يو تن دی. په ننني پروګرام کې به تاسو ته په چين کې د ان شيو د ژوند او زده کړې په باب معلومات وړاندې کړو.

ان شيو يعنی اصف اقبال د بنګله ديش له داکا پوهنتون څخه فارغ شو او په ٢٠١٣ کال کې چين ته ورسيد او د بېجينګ د ژبو په پوهنتون کې يې د ادبيات ماستري برليک د تر لاسه کولو لپاره زده کړه پيل کړه.په چين کې د خپلې زده کړې د يادونې په ترڅ کې هغه وويل(اواز..........) په بنګله ديش کې د دوهم ټولګي په موده کې د چين له کلتور او ادبياتو سره مينه وه او ګام په ګام مې د چين د تاريخ او کلتور په باب معلومات تر لاسه کول.نو ځکه د ډاکې پوهنتون د عصري ژبو انستيټيوټ د چيني ژبې په څانګه کې د چيني ژبې د زده کړې لپاره مې نوم ثبت کړ.زما ښوونکي ما ته وويل ، کولی شي چې د چيني ژبې د زده کړې له لارې په چين کې د زده کړې لپاره د چين حکومتي سکالرشيپ لپاره غوښتنليک وړاندې کړي.پخوا مې پلان درلود چې په پوهنتون کې تر فراغت وروسته په يو بهرني هېواد کې خپلې زده کړې ته دوام ور کړم، اوس زما خوب او ارمان رښتينا شو.

چين ته له راتګ مخکې ان شيو په بنګله ديش کې د چيني ژبې په اړه سيالۍ کې لومړی مقام تر لاسه کړی و چې له امله يې له دې سيالۍ سره اړيکې ټينګې کړې وې.هغه وويل (اواز.......) د ٢٠١٣ کال په مارچ مياشت کې مې د چيني ژبې په اړه د سيالۍ په پيل ازموينه کې د اتلولۍ مډال ګتلی و او بيا مې په وروستۍ ازموينه کې د ګډون کولو لپاره د چين ته د راتګ فرصت تر لاسه کړ.خو په وروستۍ ازموينه کې مې ښې نمرې ونه ګټلې. د همدې کال په سپتمبر مياشت کې د چين د حکومتي سکالرشيپ ګټونکي په توګه مې په بله سيالۍ کې ګډون وکړ چې په پايله کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوی وم.که څه هم دومره ستونزې مې مخ کې وې ، خو له دې سيالۍ سره مې ډېره علاقه پيدا کړه. روان کال مې د چين د چيني ژبې دفتر له خوا په جوړه شوې هغه سيالۍ کې چې بهرنيان د چيني فلمونو لپاره خپل اوازونه ثبت کوي، برخه اخيستې چې تر اوسه پورې مې لومړی ځای لري.په مارچ مياشت کې ښايي د دې سيالۍ وروستۍ نتيجه خپره شي.

چين او بنګله ديش دواړه ښه ګاونډي هېوادونه دي او د دواړو خواوو ترمنځ تګ راتګ اوږد تاريخ لري. روان کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له څوارلسمي کاليزې سره برابر دی.د دوه اړخيزې همکارۍ او تبادلې د پياوړتيا د يادونې په ترڅ کې هغه وويل(اواز..........) زما په شان په چين کې د بهرنيو زده کوونکيو شمېر ډېر دی چې نه يوازې چينی ژبه زده کوي،بلکې د چين کلتور په باب د معلوماتو تر لاسه کولو لپاره هم هڅې کوي.تر فارغت وروسته دوی که په چين کې پاتی شي يا خپل وطن ته ستون شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د نظريو د تبادلې لپاره ډېر کارونه کولی شي.په عين وخت کې زه هم د زده کړې په ترڅ کې چينايانو ته د بنګله ديش کلتور ور پېژنم چې لازياتو چينايانو د بنګله ديش په باب معلومات تر لاسه کړي.د بېلګي په توګه د هر کال په مارچ مياشت کې مونږ ټول زمونږ د پوهنتون له خوا په جوړ شوی نړيوال کلتوري نندارتون کې د بنګله ديش جامې او دودونه معرفي کوو. زه پر دې ډېر وياړم چې د خپل وطن د يوه استازي په توګه د هېواد کلتور په باب معلومات وړاندې کوم.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای