CRI Online

د امريکا او افغانستان ولسمشرانو سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2015-03-25 14:15:16

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د مارچ په ٢٢ مه نېټه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني امريکا ته په څلور ورځني سفر پيل وکړ او په ٢٤ مه نېټه به په سپينې ماڼۍ کې له اوباما سره لومړی ځل وګوري.

دا چې دواړو هېوادونو د افغان جګړې په برخه کې توپيرونه لري، دغه راز د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دوه اړخيز امنيتي تړون په شمول د يو شمېر مسئلو په هکله له امريکا سره موافقې ته نه وو رسېدلی، نو په وروستېو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې وې. د عامه افکارو په اند، غني چې په نړيوال بانک کې ١٥ کالونو تجربه لري،امريکا ته د روان سفر له لارې به دوه سيګنالونه وښيي، يو ګډې ګټې او بل افغانان به د حکومت ضد وسله والو ډلو سره د مبارزو لارښوونه پخپله وکړي.

غني پنتاګون کې د خپلې وينا په ترڅ کې وويل، چې تر٢٢٠٠ زيات امريکايي سرتېري په افغانستان کې مړه شوي ، هغه د امريکايي ځواکونو له قربانۍورکونو څخه مننه او د امريکا د پخواني ولسمشر جان کنيدي د خبرې په تائيد يې وويل:

((موږ به فشار ونه ګرځو. له امريکا څخه پوښتنه نه کوو چې زموږ لپاره به څه وکړي، موږ يوازې وايو چې افغانستان د خپل ځان او نړۍ لپاره څه کولای شي. دا په دې معنې ده چې موږ به په دقت سره خپلې کورنۍ چارې ترسره کړو.))

په ٢٣ مه نېټه غني او لومړي اجرائيوي رئيس عبدالله عبدالله د ډيويډ پوځي اډې په کمپ کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري، د دفاع وزير اش کارتير او د ماليې وزير جاکوب جی ليو په شمول له يو شمېر لوړپوړيو چارواکو سره خبرې اترې وکړې او په عمده توګه يې د افغانستان د امنيت په هکله بحثونه وکړل. په ٢٠١٥ کال کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سوله ييزې خبرې اترې رکود کې پاتې شوې. طالبانو شرط وړاندې کړ چې ټول بهرني ځواکونه بايد له افغانستان څخه ووځي. برسيره پردې، د اسلامي دولت ډلې اغېزې هم د اندېښنې وړ دي. د پاکستان او افغانستان د وسله والو سازمانونو مشرانو ويلی و چې دوی به اسلامي دولت ډلې ته ملګرتيا وکړي.

پر دوهم عراق د افغانستان ګرځېدو د مخنيوي لپاره د امريکا د دفاع وزير کارتير په ګډه مطبوعاتي غونډه کې وويل:

(( د امريکا د دفاع وزارت به د پيسو چمتو کولو په لټه کې وي چې په لګولو سره به لږترلږه تر ٢٠١٧ کال مخکې د٣٥٢ زرو افغان امنيتي ځواکونو پيمانه وساتي .))

همدارنګه کارتير زياته کړه، دغه شمېر د افغان حکومت او ايساف لخوا ټاکل شوی. يوازې که دغه پيمانه وساتل شي، اوسنی امنيتي حالت ورسره تأمين کېدای شي.

د معلوماتو له مخې غني به له اوباما سره د کتنې په ترڅ کې له امريکا څخه وغواړي چې له افغانستان څخه دې د خپلو ځواکونو د ايستلو پلان بيا تر نظر لاندې ونيسي.

جان کيري په ٢٣ مه نېته په مطبوعاتي غونډه کې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د ايستلو سرعت د ورو کولو په هکله وويل:

(( اوباما اوس په دقت سره دا کار تر نظر لاندې نيسي.))

کله چې خبريالانو پوښتنه وکړه چې په افغانستان کې څومره امريکايي سرتېري پاتې کېدل غواړئ؟ غني داسې ځواب وکړ:

((د ميشت ځواکونو شمېر بايد د امريکا د ولسمشر لخوا وټاکل شي يعنې بايد د اوباما لخوا پريکړه وشي.))

اټکل کيږي چې اوباما ښايي له غني سره له خبرو اترو وروسته په ګډه مطبوعاتي غونډه کې د ځواکونو ايستلو په اړه د تفصيلي پلان اعلان وکړي.

برسيره پردې، غني هم ښايي له اومابا څخه مالي مرستې وغواړي . د اړوندو معلوماتو له مخې له ٢٠١٧ کال مخکې له افغانستان سره د امريکا مالي مرستې تأمين شوې دي، خو له ٢٠١٧ کال څخه د وروستيو پنځو کلونو لپاره به د دغو مرستو د دوام په هکله سلامشورې وشي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای