CRI Online

پاکستاني ځواکونو ٣٠ اورپکي وژلي

cri     (GMT+08:00) 2015-03-26 09:20:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان خبري رسنيو د مارچ په ٢٥ مه نېټه خبر ورکړ، چې پاکستاني ځواکونو په همدې ورځ په خيبر دره کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې لږترلږه ٣٠ اورپکي ووژل.

خبر وايي چې پاکستاني ځواکونو په همدې ورځ د جنګي الوتکو په وسيله په خيبر دره کې د اورپکو پر پټځايونو بريدونه وکړل او په پايله کې يې تر ٣٠ زيات اورپکي ووژل.

د ٢٠١٤ کال له اکتوبر څخه پاکستاني ځواکونو په خيبر دره کې د اورپکو د پټځايونو پر تصفوي عملياتو پيل وکړ او د سږکال د مارچ مياشتې تر ٢١ مې نېټې پورې يې په دې عملياتو کې په ټوليزه توګه ٨٠ اورپکي وژلي وو.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای