د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د مارچ په ٢٥ مه نېټه وويل، چې د اسلامي دولت ډلې په شمول يو شمېر اطرافي سازمانونه د منځنې او لويديځې اسيا د هېوادونو لپاره سخت ګواښونه دي.
غني په همدې ورځ د امريکا په پارلمان کې يوه وينا وکړه او په ترڅ کې يې وويل، اسلامي دولت ډلې د افغانستان لويديځ او جنوب ته اورپکي ليږلي دي، افغانستان اوس د سيمې له نورو هېوادونو سره په ګډه د دغو ګواښونو د مخنيوي په هڅه کې دی.
همدارنګه غني وويل، ترهګريز سازمانونه چې په منځني ختيځ کې يې ترينګلتياوې جوړې کړې ، د نويو اډو په لټه کې دي او افغانستان د همدې خطر په څنډه کې ولاړ دی.
د افغانستان ولسمشر بارک اوباما په ٢٤ مه نېټه په سپينې ماڼۍ کې له غني سره خبرې اترې وکړې او ورپسې يې اعلان وکړ چې امريکا به له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو ګامونه ورو کړي او د سږکال تر پايه پورې به ٩٨٠٠ سرتېري په دې هېواد کې پاتې شي. دغه راز د افغانستان د امنيتي حالاتو د ساتلو لپاره دواړه هېوادونه سلا شول چې په دې هکله خپلمنځي همکارۍ ته دوام ورکړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |