CRI Online

د چين د مرکزي پوځي کمېټې مشر جنرال فان چانګ لونګ د پاکستان سمندري پوځ له لوی درستيز سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2015-03-26 14:24:54
د چين د خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د مرکزي پوځي کمېټې مشر جنرال فان چانګ لونګ د مارچ د ۲۶مې نيټې په سهار په بېجينګ کې د پاکستان د سمندري پوځ له لوی درستيز جنرال محمد زاک الله سره وکتل.

جنرال فان چانګ لونګ وويل چې چين او پاکستان سره د هر ډول هوا ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې لري. چين به د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند او د ورېښمو سمندري لار تګلارې په چوکاټ کې له پاکستان سره د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي داخليز ابادي پرمخ بوزي او په منځ کې به د برخليک ټولنه جوړه کړي.

جنرال زاک الله وويل چې چين تل په بېلا بېلو برخو کې له پاکستان څخه ستر ملاتړ او مرستې کړې. پاکستان د چين د ملاتړ او مرستو نه مننه کوي او غواړي له چين سره يو ځای د دوو پوځونو په تېره بيا د سمندري پوځ په برخه کې واقعي همکارۍ ژورې کړي او د دوو پوځونو ترمنځ د دوستانه همکارۍ سويه لوړه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای