CRI Online

په چين کې د ازادې سوداګرۍ سيمې پراخې شوې

cri     (GMT+08:00) 2015-03-26 15:04:34

په وروستيو ورځو کې د چين په ګوانګ دونګ، فوجيان ولايتونو او تيان جين ښار کې د ازادې سوداګرۍ سيمو په اړه عمومي لايحه منظوره شوې او په شانګهای کې د ازادې سوداګرۍ په سيمه کې د اصلاحاتو لايحه په لا نوره ښه توګه ژوره شوې ده. دا معنی لري چې په چين کې د ازادې سوداګرۍ سيمو ابادول د انټرنېټي کېدو نوی پړاو ته داخل شوی او په لازياتو چوکاټونو کې د اصلاحاتو ازموينه په سالم ډول پيل شوې ده.څېړونکي دې ته اشاره کوي چې دا به د نوي حالت په وړاندې د چين د اقتصادي اصلاحاتو او پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک برابر کړي.

د ازادې سوداګرۍ د يادو نويو سيمو د منظورۍ له امله به يو لړ نوی نظامونه جوړ شي چې په پايله کې به چينايانو ته د ژوند ډېرې اسانتياوې برابرې شي.د بېلګي په توګه د امريکا د امازون مشهورې انټرنېټي ويپپاڼې اعلان وکړ چې دوی به د شانګهای د ازادې سوداګرۍ په سيمه کې د نړيوالې سوداګرۍ عمومی مقر جوړ کړي تر څو د دوی په مرسته اخيستل شوی شيان په مستقيمه توګه چين ته وليږدول شي.د صادرشويو توليداتو په تېره بيا د صادر شويو موټرونو به ورسره ټيټه شي. په عين وخت کې به چينايان هم د سيلانۍ او طبي چارو په شمول نورو برخو کې د نورو هېوادونو له امتيازونو څخه ګټې واخلي.د تيان جين ښار د تومور د څېړنيز انستيټيوټ مشر هاو شي شان وويل چې د امريکا د تومور د درملنې يوه مشهوره طبی موسسه به د تيان جين د ازادې سوداګرۍ په سيمه کې يوه همکاريزه موسسه جوړه کړي.هغه وويل (اواز........) دغه موسسه به د امريکا غوره طبي کارپوهانو ته بلنه ور کړي او په دې سيمه کې به د چينايانو لپاره د ناروغيو تشخيص او درملنه وکړي. دلته به د ناروغانو لپاره اووه سوه بسترې برابرې کړي.

سربېره پردې د يادو سيمو پراخوالی د نوي حالت پر وړاندې د اقتصادي اصلاحاتو د پرمخبيولو لپاره يو مهم تدبير ګڼل کيږي.دغه څلورسيمې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ورېښمو سمندري لار او د بېجينګ، تيان جين ښارونو او د هه بی ولايت د ګډ پرمختګ په هکله د دولتي ستراتيژۍ د پلي کولو په برخه کې خپل غوره والی لري او د دې ترڅنګ د اصلاحي اقتصاد د نوي نظام د جوړولو او له قوانينو سره سم د سوداګريز چاپيريال د ابادې په برخه کې ګډې دندې پر غاړه لري.په ګوانګ دونګ، فوجيان ولايتونو او تيان جين ښار کې د ازادي سوداګرۍ د سيمو په اړه د عمومی لايحې په منظورېدو سره به د ازادي سوداګرۍ نوې درې سيمې په رسمي توګه جوړې شي او د شانګهای له همدغې سيمې سره يو ځای به د پرمختګ پړاو ته داخلې شي.

د پام وړ خبره دا ده چې څلور همدغه سيمې به په ٢٠١٥ کال کې له يو شان منفی لېست سره سم خپل کارونه تر سره کړي چې د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د کميټې له خوا به وټاکل شي او له مخې ځينی اقتصادي چارې منعه شي. خو په ٢٠١٣ او ٢٠١٤ کالونو کې دغه لېست د شانګهای د اړوندې څانګې له خوا جوړ شو او د يادې کميټې له خوا ومنل شو.

له ٢٠١٣ کال څخه تر ٢٠١٤ کاله پورې په دې ليست کې ځينی اداري تدبيرونه اسان او کم شوي وو. که څه هم شک شته چې د دغو اداري تدبيرونو د کمښت له امله به د چين عنعنوی غوره ساحو ته زيانونه ورسيږي، خو کارپوهانو وويل چې يوازې خلاصه رويه غوره شي، د چين عنعنوی غوره ساحې به نورې ښې نړيوالې لارې ته پراخې او داخلې شي.د چين د تيان جين د سوداګريزو چارو د کميټې مرستيال شان جه فنګ وويل(اواز.........) مونږ که د سيالۍ غښتلی توان ولرو، نو له نورو هېوادونو سره سيالی او همکاري کولی شو.بايد د پاګونې ساحې زياتې کړو او په دې توګه به لازيات نړيوال پانګوال جلب کړو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای