د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ٢٦مه نېټه د سعودي عربستان له وزير سعود الفيصل سره تليفوني خبرې اترې وکړې.وزير فيصل په يمن کې د اوسنۍ امنيتي وضعې په باب معلومات ور کړل. وانګ يي وويل چې چين په يمن کې اوسني حالت ته ډېره پاملرنه کوي او ادعا کوي چې د م م د امنيت شورا له پرېکړه ليک او د خليج د همکارۍ ټولنې له وړانديزپاڼې سره سم دې اوسنی بحران حل شي ترڅو په يمن کې عادي نظم بيا رامنځته شي.غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |