د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د يمن امنيتي چارواکي د مارچ په ٢٧ مه نېټه وويل، چې د سعودي عربستان په شمول يو شمېر هېوادونو يوځل بيا د يمن په پلازمينه صنعا او تايز ولايت کې د حوثي ډلې تر کنترول لاندې پر څو پوځي موخو هوايي بريدونه وکړل.
نوموړي چارواکي چې د خپل نوم له ښودلو څخه يې ډډه کړې، وويل، د ٢٦ مې نېټې په شپه او د ٢٧ مې نېټې په سهار وختي د سعودي عربستان په شمول يو شمېر هېوادونو پر صنعا دوه ځله هوايي بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يې د حوثي ډلې دوې پوځي اډې او د توغنديو توغولو يوه اډه ويجاړه شوې دي. له دې نه مخکې هم د يمن په تايز ولايت کې پر يوې هوايي پوځي اډې توغندي وتوغول شول او له امله يې دغه اډه ويجاړه شوه.
تراوسه پورې د هوايي بريدونو له امله د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د يمن د ولسمشر منسور هادي په غوښتنې سعودي عربستان او يو شمېر هېوادونو د ٢٦ مې نېټې په سهار وختي د حوثي ډلې تر کنترول لاندې د پوځي اډو او د حکومتي پوځ د جبه خانې د ويجاړولو په موخه د صنعا په شمول پر څو ښارونو هوايي بريدونه وکړل .پر صنعا د هوايي بريدونو له امله لږترلږه ٢٥ ولسي وګړي وژل شوي او ٥٠ تنه نور ټپيان شوي دي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |