CRI Online

په اسيايي فورم کې د ورېښمو لارې وړانديز لاسليک شو

cri     (GMT+08:00) 2015-03-27 10:53:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مارچ په ٢٦ مه نېټه د يو شمېر هېوادونو د خبري رسنيو مشرانو د چين د های نان ولايت په بواو کې د ورېښمو لارې وړانديز په لاسليک کولو سره ژمنه وکړه چې د خپلو نظريو ترمنځ د نوبتي تبادلې ميکانيزم به جوړ کړي ، خپلمنځي تګ راتګ به پياوړی کړي، سرچينې به سره شريکې کړي، خپلمنځي همکارۍ به اصلاح کړي او په مناسب وخت کې به د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ورېښمو سمندري لار پر غاړو د خبري رسنيو ترمنځ همکاريزه ټولنه جوړه کړي.

په بواو کې د اسيايي فورم د ٢٠١٥ کلنۍ غونډې د خبري رسنيو ترمنځ خبرې اترې ترسره شوې او په ترڅ کې يې له ١٧ هېوادونو څخه د خبري رسنيو ٢١ مشرانو په موافق سره نظر وښود چې د بېلابېلو کلتورونو په وړاندې د خبري رسنيو ترمنځ همکارۍ او ګډ پرمختګ د بېلابېلو هېوادونو د خلکو ترمنځ د متقابلې پېژندنې او اعتماد، کلتوري تبادلې او د انسانانو تمدن د پرمختګ لپاره ګټور دي.

د چين نړيوالې راډيو مشر وانګ ګن نيان هم په نوموړو خبرو اترو کې دورېښمو لارې وړانديز ولوست او دې ته يې اشاره وکړه، چې په نوې زمانه کې د نويو تخنيکونو د ننګونو په وړاندې خبري رسنۍ بايد وروسته پاتې نظرونه او مفکورې لېرې کړي او په فعاله توګه دې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي .(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای