د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مارچ په ٢٦ مه نېټه وويل، چې هر څوک چې روسيه وګواښي، ماتې به وخوري، روسيه به د هېواد امنيت په وړاندې بهرنيو او کورنيو ګواښونو ته ځواب ورکړي.
پوتين په همدې ورځ د روسيې د فيډرالي امنيتي ادارې په غونډه کې يوه وينا وکړه او ويې ويل، چې په تېر کال کې د روسيې په وړاندې نړيوال اوضاعو خراب شوی،خو دغه حالت به دوامدار نه شي او ښه والی به پکې رامنځته شي.
پوتين د ناټو غندنه وکړه چې غواړي د روسيې پوځي انډول خراب کړي. دغه راز د توغنديو پرضد له تړون څخه د امريکا د وتلو له امله د نړيوال امنيتي سيسټم بنسټ متزلزل شوی دی.
همدارنګه پوتين د هېواد د پوځي پرختګ، د عمومي تيارۍ پلانونو، صنعتي او دفاعي تخنيکونو په هکله د اسرارو ساتلو غوښتنه هم وکړه.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |