د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په چيني ژبه تمثيلي ټوټې د مصري محصلينو لومړۍ سيالي د مارچ په شپږويشتمه نېټه په قاهره کې د کنفوسيوس په انسټيټيوټ کې ترسره شوه. نږدې دېرشو محصلينو چې د مصر د څلورو پوهنتونونو د چيني ژبې څانګې، د کنفوسيوس د دوو انسټيټيوټونو او په قاهره کې د چين کلتوري مرکز څخه راغلي، په دې سيالۍ کې ګډون وکړ.
په اخر کې په قاهره کې د چين د کلتوري مرکز محصلينو لخوا وړاندې شوی اصلي اثر چې نوم يې و، زوړ ملګری،په دې سيالۍ کې لومړی مقام وګاټه. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |