د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ٢٧مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د قزاقستان له صدراعظم کريم کاجيمقنولي ماسيموف سره وکتل.
شي جين پينګ چين ته د ښاغلي ماسيموف د راتګ او د بواو اسيا فورم په کلنۍ غونډه کې د ګډون هر کلی څرګند کړ او دې ته يې اشاره وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخيزې همکارۍ اړيکو چټک پرمختګ کړی او په بېلا بېلو ساحو کې خپل منځي همکاري بې ساری سويې ته رسيدلې ده. دواړه خواوې بايد د نظريو تبادلې او متقابل باور ټينګ کړي تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري نوی پړاو ته ورسيږي او د دواړو هېوادونو خلک ور څخه ګټه واخلي.
ماسيموف وويل چې د قزاقستان او چين ترمنځ د هر اړخيزې همکارۍ اړيکې د دواړو خواوو لپاره ډېرې مهمې دي.د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند او د ورېښمو سمندري لار په هکله د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندې شوې ستراتيژي زمونږ د ولسمشر له خوا له وړاندې شوې نوې تګلارې سره ډېر ګډ ټکي لري چې له امله به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره نوی فرصت برابر شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |