CRI Online

په جنوري او فبروري کې د چين د لويو پيمانو تصديو عمومي ګټې د ٢٠١٤م کال د همدې مودې په پرتله څلور اعشاريه دوه سلنه ټيټې شوې دي

cri     (GMT+08:00) 2015-03-27 14:54:53

د چين د شميرنې دولتي بيورو د مارچ په اوويشتمه نېټه يوه تازه شميره خپره کړه چې له مخې يې سږ کال په جنوري او فبروري کې د چين د لويو پيمانو تصديو عمومي ګټې اوه سوه پنځه څلوېښت مليارډه او دوه سوه او څلوېښتو مليونو يوانو ته رسيدلې چې د ٢٠١٤م کال په همدې مودې په پرتله څلور اعشاريه دوه سلنه ټيټې شوې دی.

د ياد بيورو د صنعتي ګټو دفتر مشر هه پينګ وويل، په تيرو دوو مياشتو کې د توليدي وسايلو مسلک ګټې په زياتې پيمانې سره ټيټې، د عصري تخنيکي مسلک عمومي ګټې په چټک ډول زياتې شوي دي. د نفتو او ګازو د استخراج مسلک عمومي ګټې د نفتو بيې د ټيټوالي له امله يوازې پنځلس مليارډه او يو سل او اتيا مليونو يوانو ته رسيدلي چې د ٢٠١٤م کال د همدې مودې په مقايسه پنځه څلوېښت مليارډه او درې سوه او دېرش مليونه يوانه کم شوي دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای