د سينهوا اژانس د خبر له مخې، له بريټانيا، جرمني، فرانسې، ايټاليا، لوسمبورګ، سويس او ترکيې وروسته جنوبي کوريا د مارچ په ٢٧ مه نېټه د اسيا د بنسټيزو تأسيساتو د پانګونې په بانک کې د شاملېدو غوښتن ليک وړاندې کړ.
د چين ماليې وزارت په ٢٧ مه نېټه د نوموړي خبر پخلی وکړ او ويې ويل، چين د جنوبي کوريا د پريکړې هرکلی کوي. د دغه بانک د جوړونکو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د رئيسه هېواد په توګه چين اوس د اړوندو مقرراتو له مخې د نورو غړو هيوادونو د نظرونو د اوريدو په حال کې دی. که نوموړی غوښتن ليک تصويب شي، نو جنوبي کوريا به د اپريل په ١١ مه نېټه په رسمي توګه د اسيا د بنسټيزو تأسيساتو د پانګونې بانک يو غړی وګرځي.(زرين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |