د اروپايي ټولنې د شميرنې بيورو د تازه شميرنه له مخې، په ٢٠١٣م کال کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو هر يو کس کابو څلور سوه او يو اتيا کيلوګرامه خځلې خپروي او درې څلوېښت سلنه خځلې له تصفيې وروسته بيا کارول کيږي.
په ٢٠١٣م کال کې د هر يو کس لخوا د خځلو وزن د ٢٠٠٢م کال (پنځه سوه او اوه ويشت کيلوګرامه) په نسبت اته اعشاريه اوه سلنه کم شوی. له ٢٠٠٧م کال وروسته، د کثافاتو اندازه کال په کال کم شوې ده. په ١٩٩٥م کال کې، د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د کثافاتو د بيا کارولو انډول يوازې اتلس سلنه دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |