CRI Online

د بو او اسيايي فورم د خبري رسنيو مشرانو ګردي ميز غونډه جوړه کړه.

cri     (GMT+08:00) 2015-03-27 15:15:17

د بو او اسيايي فورم د خبري رسنيو مشرانو ګردي ميز غونډه د مارچ د ۲۶مې نيټې له غرمې وروسته تر سره شوه او د روسيې، امريکا، بريتانيا، جنوبي کوريا، هند، بنګله ديش، ماليزيا او چين په شمول د ۱۷ هېوادونو ۲۱ تنو شخصيتونو پکې د ورېښمو لارې په اړه د ګډو نظريو تر لاسه کولو او د خبري رسنيو ترمنځ د همکارۍ راتلونکې تر عنوان لاندې بحث او د ورېښمو لارې وړانديز يې لاسليک کړ. دوی د دې ژمنه وکړه چې د ټاکلې مودې له مخې د خپل منځې تبادلې ميکاونيزم جوړ کړي، انساني تګ راتګ پرمخ بوزي، خبري سرچينې سره شريکې او د همکارۍ موډل نوښت ومومي.

د خبري رسنيو مشرانو ګردي ميز غونډه د بو او اسيايي فورم، د چين نړيوالې راډيو او د چين د عامو ديپلوماسۍ ټولنې له خوا يې په ګډه کوربتوب کېږي چې د ۲۱تنو برخه والو شخصيتونو اکثريت د ورېښمو د ځمکنۍ يا سمندري لارې په اوږدو کې له اړوندو هېوادونو څخه راغلي دي. په سږنۍ غونډه کې د خبري رسنيو مشرانو په جلا جلا توګه پر لاندينيو دريو مهمو موضوعاتو بحث وکړ: لومړی، د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند او د ورېښمو سمندري لار ابادي به يې هېوادونو ته څه فرصتونه او ننګونې ولري. دوهم، خبري رسنۍ څنګه د بېلا بېلو تمدونونو ترمنځ ديالوګ او تبادله پرمخبيول شي. درېيم، د خبري رسنيو ترمنځ د همکارۍ نوې ساحې او نظريې څه دي.

د بنګله ديش د دولتي ټلويزيون مشر ښاغلي قاضي اختر الدين احمد څرګنده کړه چې د يو کمربند او يوې لارې ابادۍ تر چوکاټ لاندې خبري رسنۍ بايد د خپل منځې همکارۍ په ژورتيا سره د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ کلتوري او اقتصادي تګ راتګ پرمخ بوزي.

( لومړی اواز)

دغه فورم په تېره بيا د چين نړيوالې راډيو لخوا يې کوربتوب کېږي د خبري رسنيو مشرانو ګردي ميز غونډه خورا اهميت لري. خبري رسنۍ د بېلا بېلو هېوادونو او خلکو ترمنځ د کلتوري او اقتصادي تګ راتګ په پرمخبيولو کې مهم رول لوبولای شي. د مثال په توګه بنګله ديش او د چين نړيواله راډيو د همکارۍ خپل منځي تړون لري. له تېرو څو کلونو راهيسې دواړو خواوو د دغه تړون په تر سره کولو سره د همکارۍ زياتې لاسته راوړنې لرلې دي. هيله من يم چې دواړه هېوادونه په لا زياتو ساحو کې همکاري پيل کړي. نور هېوادونه کولای شي چې له دې تجربو زده کړه وکړي څو چې خبري رسنۍ لا ستر رول ولوبوي.

د خبري رسنيو برخه وال شختصيتونه په دې موافق دي چې خبري رسنۍ بايد د مختلفو تمدنونو او کلتورونو ترمنځ د تبادلې يو پل وګرځي. که د خبري رسنيو ترمنځ تبادله پياوړې او رنګا رنګ معلومات سره شريک شي، نو د اړوندو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ به حتماً هم ژور شي.

د ګردي ميز يادې غونډې مشر او د چين نړيوالې راډيو مشر ښاغلي وانګ ګنګ نيان څرګنده کړه چې د چين نړيواله راډيو په خاصه توګه د ټولې نړۍ پر مخ دولتي خبري رسنۍ ده چې څه دپاسه ۷۰ کاله تاريخ لري او د ۶۵ژبو سرويسونو له لارې خپرونې برابروي. دغه راډيو د مختلفو تمدنونو ترمنځ د تبادلې په برخه کې غني تجربې له ځان سره لري. د ورېښمو لارې اړوندو هېوادونو خبري رسنۍ بايد د تمدني او کلتوري خپرونو په بهير کې د هغو اصولو مراعات وکړي چې د مختلفو هېوادونو د بېلو ځانګړتياوو له مخې ور سره د نظريو تبادله او د نورو هېوادونو د کلتوري غوره والي درناوی وکړي.

( درېيم اواز)

خبري رسنۍ بايد پخپله د مختلفو هېوادونو بېل تاريخ، کلتور، ملي دودونه او د ژوند لار په اړه څېړنې وکړي او په مختلفو لارو چارو او تخنيکونو دغو هېوادونو ته خپرونې برابرې کړي. په عين وخت کې موږ بايد د خپرونو مؤثريت ته هم توجه وکړو او د رنګا رنګ کلتوري فعاليتونو په جوړولو سره د بېلا بېلو تمدنونو او کلتورونو ترمنځ ګډې برخې ومومو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای