CRI Online

انګيلا ميرکيل : د جرمن وينګس الوتکې د لوېدو پېښه به وڅارو

cri     (GMT+08:00) 2015-03-27 16:00:34

عکس: د الوتکې مرستيال پيلوټ  

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکيل د مارچ په ٢٦ مه نېټه وويل، د جرمن وينګس الوتکې د لوېدو پېښه د حيرانتيا وړ ده، جرمني به تر وسې پورې دغه پېښه وڅاري.

په همدې ورځ د جرمني د لوفتهانسا هوايي شرکت مشر کارستين سپوهر په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د الوتکې مرستيال پيلوټ چې له ټولو ازموينو او څارنو څخه وتلی و او سلو په سلو کې يې د الوتکو چلولو توان درلود، غوښتل يې الوتکه ويجاړه کړي. موږ پدې حيران يو.

د ٢٦ مې نېټې په سهار د فرانسې د مارسېلي څارنوال بريس روبين وويل، الوتکه په داسې حال کې لويدلې چې په کبين کې يوزاې مرستيال پيلوټ و او پيلوټ ته يې د ننوتلو اجازه نه وه ورکړې. نو ويل کيږي چې مرستيال پيلوټ غوښتل الوتکه ويجاړه کړي. خو تراوسه پورې هيڅ راز موندنې نه دي پيدا شوې چې ښيي دغه پېښه له ترهګرۍ سره تړاو ولري. (زرينه)

عکس: د جرمني د لوفتهانسا هوايي شرکت مشر کارستين سپوهر

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای