CRI Online

شي جين پينګ د برخليک ګډې ټولنې ته د رسېدو څلور معاني شريک کړل.

cri     (GMT+08:00) 2015-03-28 11:51:17

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د اسيا د نوي راتلونکي او د برخليک ګډې ټولنې ته د رسېدو تر عنوان لاندې د ۲۰۱۵ کال لپاره د بو او د اسيايي فورم د کلني غونډې پرانيستونکي مراسم د مارچ په اته ويشتمه نېټه په بو او کې تر سره شول. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې د لومړۍ ځل لپاره د برخليک ګډې ټولنې ته د رسېدو څلور معاني شريک کړل.

هغه وويل، چې بېلا بېل هېوادونه په يوې کرې کې اوسېږي. يوازې نړۍ ښه کېږي، اسيا به ښه شي، دغه راز که اسيا ښه کېږي، نړۍ به لا ښه شي. د اوسنيو نړيوالو او سيمه ييزو اوضاعو په وړاندې، موږ بايد د زمانې د قدم سره سم يو سيمه ييز نظام جوړ کړو چې د اسيا او حتی د ټولې نړۍ لپاره ګټور وي، او د اسيا د برخليک ګډې ګټې ته د رسېدو له لارې د بشريت د برخليک د جوړېدو هڅه وکړي.

هغه وويل، د برخليک د ګډې ټولنې جوړېدل بايد د بېلا بېلو هېوادونو پر متقابل درناوۍ او مساواتو، پر همکاريو، ګډو ګټو او پرمختګ، پر ګډ، عمومي، همکاريز او پر له پسې امنيت او د مختلفو کلتورونو پر همغږۍ او تبادلې ټينګار وکړي. چين غواړي د اسيايي مدنيتونو د تبادلې غونډه جوړه کړي، څو چې د ځوانانو، ملکي ډلو، ځايونو او خبري رسنيو ترمنځ د تګ راتګ او راکړې ورکړې پياوړې شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای