CRI Online

شي جين پينګ د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند او د ورېښمو سمندري لارې د جوړولو لايحه او علمي سندونه طرح شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2015-03-28 13:20:42

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په اته ويشتمه نېټه د ۲۰۱۵ کال د بو او د اسيايي فورم د کلني غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند او د ورېښمو سمندري لارې ابادول يوازې شعار نه دی او رښتينې عمل دی. د دغه کمربند او لارې د جوړولو لايحه او علمي سندونه طرح شوي دي.

هغه زياته کړه چې د دغه کمربند او لارې جوړول د ګډو سلامشورو، ابادۍ او ګټه اخيستلو اصل دی او سرتړلی نه او خلاص دی. دا نه يوازې د چين د يو هېواد نغمه نه ده او د دې سيمې او شاوخوا هېوادونو ګډه سندره ده. اړوند لايحه به د اوسنيو سيمه ييزو همکاري نظام پر ځای ونه کړي او پر اوسنيو بنسټ د اړوندو هېوادونو ترمنځ همکاري پياوړې کړي.

اوسمهال له شپيتو نه زيات هېوادونه او سازمانونه د دغه کمربند او لارې د جوړولو په اړه مثبته رويه څرګنده کړېده. رئيس شي وويل، چې د دغه کمربند او لارې ابادول او د اسيا د اساسي تاسيساتو د پانګونې بانک ټول خلاص دی. چين هر کلی کوي چې د دغه کمربند او لارې پر غاړه هېوادونه او اسيايی هېوادونه په فعاله توګه پکې برخه واخلي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای