CRI Online

چين غواړي له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره د ښه ګاونډيتوب همکارۍ تړون لاسليک کړي.

cri     (GMT+08:00) 2015-03-28 15:21:52

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په اته ويشتمه نېټه په بو او کې وويل، چې چين غواړي له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره د ښه ګاونديتوب همکارۍ تړون لاسليک کړي، څو چې د دوه اړخيزو اړيکو او د سيمه ييز سمسورتيا لپاره زمينه برابره کړي.

هغه وويل، چې چين له اتو ګاونډيو هېوادونو سره ياد شوي تړون لاسليک کړی دی او اوس د چين او د جنوب ختيځي اسيا د هېوادونو د ټولنې ترمنځ د اړوند تړون د لاسليکولو خبرې اترې روانې دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای