د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا لخوا د صلاحيت په ورکېدو سره د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې، د چين د بهرنيو چارو وزارت او سوداګرۍ وزارت د مارچ په اته ويشتمه نېټه په ګډه د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ورېښمو سمندري لارې د جوړولو په اړه موخه او عمليات خپاره کړل چې پکې پنځه اصول وړاندې شوي دي.
پنځه اصول دا دي: لومړی، بايد د م م د منشور د موخو او اصولو مراعات شي. دوهم، بايد پر ورخلاصون او همکارۍ ټينګار وشي. درېيم، بايد پر هوساوۍ او غمونکي رويې ټينګار وشي. څلورم، بايد پر بازاري ادارې ټينګار وشي. پنځم، بايد د ګډو ګټو پر بنسټ همکاری تر سره شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |