د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په نهه ويشتمه نېټه د های نان ولايت د بو او ښار په دولتي هوټل کې د بو او د اسيايي فورم د څلورمې دورې شورا له غړيو سره وکتل.
رئيس شي جين پينګ وويل له څه دپاسه لسو کلونو څخه راپدې خوا د بو او اسيايي فورم ثابت پرمختګ موندلی او اغېزې يې هم په پر له پسې توګه پراخې شوې چې د اسيا د پرمختګ، د اسيا د اغېزې د پراخولو او له نړۍ سره د چين د تبادلې د هڅولو لپاره يې مهم رول لوبولی دی.
شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې چين د سوله ييز پرمختګ په لارې ټينګار کوي او د همکارۍ او ګډو ګټو پر بنسټ د نوی ډول نړيوالو اړيکو په جوړولو هڅې کړې او کوي يې. چين به د تل په شان د ښه ګاونډيتوب تګلارې او د ګډو ګټو پر بنسټ پرانيستنې تګلارې غورې کړي او هيله لري چې له نړۍ سره د تبادلې او همکارۍ په پياوړی کولو سره د پرمختګ او ابادۍ نور زيات قوت تر لاسه کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |