CRI Online

د لوحې پاکولو دوددرستور

cri     (GMT+08:00) 2015-03-30 21:12:01

د مارچ ٢١ نېټه د چينايانو د بزګري جنترۍ د دوهمې مياشتې له دوهمې نېټې سره برابره وه چې دغه ورځ د چينايانو د دوددستور له مخې د ښامار عبادت ورځ هم ده څو چې په نوي کال کې ښه حاصلات راشي. خو همدغه تاريخ د بيجينګ د لرغوني درملتون تونګ ژن تانګ لپاره د سوداګريزې لوحو د پاکولو له ورځې سره هم سمون خوري.

( اواز ١) د تونګ ژن تانګ په نوم درملتون په ١٦٦٩ کال کې جوړ شو . د لوحو پاکولو مراسم د سهار په اتو بجو پيل شول او دکاندارانو په ګډه د يوې لوحې متن ولوست، ورپسې نورو دريو نمونوي دکاندارانو په داسې حال کې چې لاسونه يې په سپينو دستکښوپوښل شوي ، په دقيق ډول ځواړنده درې لوحې پاکې کړې څو چې هيڅ خاورې او لوخړې پاتې نه وي .

د لوحو پاکولو مراسمو تر ختمېدو وروسته درمل جوړونکو ننوارچيانو ته د چيني بوټو او نورو توکو په وسيله د ګوليو جوړولو ټول بهيرونه وښودل .

( اواز٢) دا بهيرونه ډېر اوږد دی ، خو د جوړ شويو ګوليو بيې ډيرې ارزان دي . خو تونګ ژن تانګ درملتون لا هم دغه ډول ګولۍ پلوري ، سره له دې چې ګټه يې ډيره کمه ده . که څه هم د ګولۍ جوړولو بهير ساده دی ، خو ډير وختونه په کار دي ، نو يوازی غښتلي او تجربه کار کارګر دغه بهير تر سره کېدای شی.

د لوحـو پاکوالی او د نندارچيانو په وړاندی د ګوليو جوړونه درې سوه کاله تاريخ لری ، نن ورځ تونګ ژن تانګ درملتون نوې پرمختيا موندلې ده چې په نورو زياتو هېوادونو کې يې فرعې هټۍ هم جوړې کړې دي. د تونګ ژن تانګ ګروپي شرکت مشر لو جيان ګو په وينا اوس تونګ ژن تانګ نه دا چې يوازی يوه درملخونه ده ، بلکې د نورو داروخانو په پرانستلو سره د چين دوديز طب د نړۍ ګوټ ګوټ ته خپرېږي.

( اواز ٣) په نولس سوه درې نويم کال کې تونګ ژن تانګ په هانکانګ کې لومړۍ دواخانه پرانستله او د پرانستلو په ورځ هم ډير ناروغان او هم ډير درمل اخيستونکي هم راغلل . دغه راز په هانکانګ کې د درملو جوړونې او نوښت مرکز هم جوړ شو ، مثلا يو ډول ګولۍ او يو ډول پوډر ددې مرکز لخوا جوړيږي.

اوسمهال په اوولسو هېوادونو او سيمو کېد تونګ ژن تانګ يو سلو لس فرعي درملتونونه پرانستل شوي چې دغه درملتونونه د جنوب ختيځې اسيا ، شمالي امريکا ، استراليا او منځني ختيځ په هېوادونو کې خواره واره پراته دي. د ښاغلي لو په وينا اوس تونګ ژن تانګ شرکت په امريکا سره همکاران لټوي څو چې لومړی اړونده درمل جوړونکي وروزل او بيا په امريکا کې فرعي دواخانې پرانستل شی.

په نورو هېوادونو کې د يو يو درملتون د جوړولو په عين وخت کې نوې ستونزې هم راپيدا شوې دي ، د بېلګې په توګه د بوټو په وسيله د جوړ شويو درملونو معيارونه نه دي ټاکل شوي ، په اروپا او امريکا کې د يادو چيني درملونو د ثبتولو فيس ډير جګ دی او داسې نور ، نو ستونز کار دا دی چې دغه درملونه په اروپا او امريکا کې نه پلورل کېږي . ښاغلي لو وويل چې د داسې ستونزو له امله تونګ ژن تانګ لومړی په دې هڅه کې دی چې په دغو هېوادونو کې د ستن وهلو او ماساژ په وسيله د ناروغيو درملنهترسره کوي څو چې د چين د دوديزو طبي لاروچارو په کارولو او مروج کولو سره د چين دوديز طب د نړيوال کېدو په لور پرمختګ وکړي.

( اواز٤) سره له دې چې زموږ دوديز درملونه اروپا ته نشی داخلېدای ، خو په پولند کې د چين د دوديز طب او درملو د ښودلو يوه کولتوري کړکۍ پرانستله . ځينی چيني طبي بوټي د وجود د ګرمۍ او ځينی يې د يخنۍ رول لری ، لويديځ طب د درملونو ترکيباتو ته ډير ارزښت ورکوي ، خو چيني دوديز طب د درملونو د نقشونو سره سم د انسان وجود برابروي ، لويديځان په دې هکله نه پوهيږي ، نو موږ بايد د چيني دوديز طب د تعميم او رواج لپاره ډيره هڅه وکړو ، خو دغه بهير ډير وخت ته اړتيا لری ، که موږ کوشش و نه کړو ، نو د چيني دوديز طب د تعميم او رواج هدف د تل لپاره ترسره نشی کېدای .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای