CRI Online

بېجينګ د ٢٠٢٢ کال د ژمنيو اولمپيک لوبو د کوربتوب د ګټلو لپاره ډېر کوښښونه کوي

cri     (GMT+08:00) 2015-03-31 19:38:50

د اولمپيک د نړيوالې کمېټې د ارزيابي ګروپ څو ورځې مخکې په چين کې اړوندې څېړنې کړې، دوی د بېجينګ او جانګ جيا کو ښارونو لخوا د ٢٠٢٢کال د ژمنيو اولمپيک لوبو د کوربتوب حق د ګټلو لپاره د استوګنې، ترانسپورټ، خبري رسنيو او سډيديومونو په برخو کې د تياريو حالت وليد. په څه دپاسه يو زرو برخو کې چې د دې ارزيابي ګروپ لخوا څارل شوي، د هوا د ککړتيا کمښت، د سياليو په موده کې ترانسپورټي اسانتياوی او د سياليو د تر سره کولو د بوديجې په شمول مسئلې ډېرې د پاملرنې وړ وې.

د يادو ژمنيو اولمپيک لوبو د کوربتوب حق د غوښتنې په اړه د بېجينګ د کمېټې مرستيال جانګ جيان دونګ خبريال ته وويل

(( د هوا د ککړتياوو کمول يوه مهمه برخه ده، څرنګه چې ښه او پاکه هوا نه يوازی د ژمنيو اولمپيک لوبو د کوربتوب حق د ګټلو لپاره ډېره مهمه ده، بلکې د هر کس له ژوند سره نږدې اړيکې لري، څرنګه چې دا د عامو وګړيو ګډه غوښتنه ده.))

د ښاغلي جانګ جيان دونګ په قول، بېجينګ د ژمنيو اولمپيک لوبو د کوربتوب حق د غوښتلو په ترڅ کې د هوا د ککړتيا مسئله څو څو ځله وړاندې شوې. خو د ده په اند، پاکه هوا نه يوازی د ژمنيو اولمپيک لوبو د کوربتوب حق د ګټلو لپاره، بلکې د ټولو اوسېدونکو لپاره مهمه ده. د بېجينګ د يادې کمېټې د پروژو پلان د تکنالوژۍ ادارې مشر شه وې ليانګ خبريال ته وويل

(( اوس د بېجينګ، تيان جين او هه بې ولات د ګډ پرمختګ پلان چې اوس د تطبيق په حال کی دی، پکې د سيمې د هوا ککړتيا د مخنيوی او د سيمه ييز ايکولوژيکی تمدن د جوړولو پلانونه شامل دي. دا د بېجينګ خپله دنده نه ده، خو يوه سيمه ييزه دنده ده. فکر کوم چې د ژمنيو اولمپيک لوبو د کوربتوب حق د غوښتلو او دغو لوبو په تر سره کولو سره به د يادې دندې د بشپړولو بهير چټک شي.))

نو پروا نشته چې ايا چين د ژمنيو اولمپيک لوبو د کوربتوب حق تر لاسه کوي که نه، د سيمې د هوا ککړتيا د مخنيوی کارونه به ګام په ګام تر سره شي. خو که چين د دغو ژمنو اولمپيک لوبو کوربتوب تر لاسه کړي، نو دغه بهير به نور هم چټک شي. د بېجينګ د يادې کمېټې کارپوه يي جيان دونګ خبريال ته وويل

(( د چين حکومت د هوا د ککړتيا د مخنيوی لپاره ټينګ هوډ لري چې له ٢٠١٣ کال څخه تر ٢٠١٧ کال پورې په دې برخه کې يې يو سلو دېرش مليارډه امريکايي ډالره بېل کړي او بيا له ٢٠١٨ کال څخه تر ٢٠٢٢ کال پورې اړوند پلان هم ټاکل شوی دی. اوس ٢٠٢٢ کال ته اوه کاله پاتی دي، موږ هيله لرو چې حکومت به په ټينګ هوډ او اغېزمنو تدبيرونو د هوا ککړتيا د مخنيوی لپاره ګام په ګام کار تر سره کړي، خو بيړني تدبيرونه نه غواړي. موږ بايد په دې باور لرو.))

د هوا ککړتيا له مخنيوی نه پرته، د بېجينګ او جانګ جيا کو تر منځ ګړندي اورګاډۍ يوه بله اغېزمنه پروژه ده. د پلان له مخې، دغه ګړندي اورګاډی به بېجينګ، يان چينګ او جانګ جيا کو درې سيالي سيمې سره يو ځای کړي او تر بشپړېدو وروسته به په وړيا توګه د هغو کسانو لپاره خدمت کړي چې نومونه يې ثبت شوي وي او يا ټکټ لرونکی وي. په هغه وخت کې به له بېجينګ څخه جانګ جيا کو ښار ته د رسېدو لپاره يوازی پنځوسو دقيقو ته اړتيا شته. په دغه ګړندي اورګاډۍ کې به موبايل خبري رسنيو خدمتونه هم وړاندې شي. ښاغلي جانګ جيان دونګ وويل

((اوس چين د بېجينګ، تيان جين ښارونه او هه بې ولايت د ګډ پرمختيايي پلان په پلي کولو بوخت دی او د يوې ترانسپورټي شبکې بشپړتيا هم پکې يوه مهمه برخه ده. د بېجينګ او جيانګ جيا کو تر منځ ګړندي اورګاډۍ د چين هېواد د اورګاډي شبکې يوه برخه ده، نو پروا نشته چې بېجينګ او جانګ جيا کو ښارونه د ژمنيو اولمپيک لوبو د کوربتوب حق تر لاسه کړي که نه، خو دغه اوسپنيزه لاره به حتما په ټاکلي وخت کې بشپړه شي. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای