د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند لو کانګ د اپرېل په اوولسمه نېټه اعلان وکړ چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د اپرېل په شلمه او يوويشتمه نېټه له پاکستان څخه رسمي ليدنه وکړي. برسيره پر دې، هغه به د يوويشتمې نېټې څخه تر څلورويشتمې نېټې پورې د اندونيزيا د ولسمشر جوکو ويدودو په بلنه په دغه هېواد کې د اسيايي او افريقايي هېوادونو د مشرانو په غونډه او د باندونګ غونډې د شپېتمې کليزې په ناسته کې ګډون وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |