CRI Online

په چين کې د پاکستان سفير: پاکستان ته د د چين د دولت رئيس شي جين پينګ سفر به د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز ابادي پرمخ بوزي.

cri     (GMT+08:00) 2015-04-17 14:16:40
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د اپريل له ۲۰مې نيټې نه تر ۲۱مې نيټې پورې پاکستان ته رسمي سفر وکړي. له دغه سفر مخکې په چين کې د پاکستان سفير محمد خالد خبريالانو ته څرګنده کړه: دا چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پاکستان په ۲۰۱۵ کال کې د خپل لومړي سفر موخه غوره کوي، پاکستان پرې ډېر وياړي او د رئيس شي ډېر هرکلی کوي.

نوموړي وويل چې چين د پاکستان ښه دوست او همکار دی. هيله ده چې د رئيس شي د دغه سفر له لارې دواړه هېوادونه په دومداره توګه د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز ابادي چټکه شي، په تېره بيا د انرژۍ او بنسټيزو تاسيساتو په شمول ساحو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړتيا ومومي او د پاکستان د اقتصادي پرمختګ لپاره محرکه قوه برابره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای