د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د اپرېل په شلمه او يوويشتمه نېټه له پاکستان څخه رسمي ليدنه وکړي او د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز جوړونه پرمخ يوسي. د پاکستان اقتصاد پوه راصول بوکس رايس په دې اړه وويل، د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز جوړونه مهم تاريخي ارزښت لري، د سيمې سرنوشت به د دې پاليسۍ د غوره کېدو په رڼا کې بدل شي.
هغه وويل، د پاکستان او چين تر منځ اړيکې به د شي جين پينګ د سفر له امله لا نژدې شي. د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز جوړونه نه يوازې چين او پاکستان ته، بلکې افغانستان او منځني اسيايي هېوادونو ته ګټې رسوي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |