د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت ئيس شي جين پينګ به د اپريل په شلمه او يوويشتمه نېټه پاکستان ته رسمي سفر وکړي. د پاکستان د ديلی ټايمز په نوم ورځپاڼې عمومي اېډيټر مارک تونګ د چين نړيوالې راډيو له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل چين به له پاکستان سره د اقتصادي دهليز په پروژه کې پنځه څلوېښت ماليارډه امريکايي ډالره ولګوي، د دې اقتصادي دهليز جوړونه به د پاکستان د اقتصادي ابادۍ لپاره ستر هڅونکی رول ولوبوي او ټولو پاکستانيانو ته به ګټې ورسوي.
نوموړي وويل د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز په اوږدو کې زياتره د پاکستان وروسته پاتې ځايونه دي، خو د يو لړ اقتصادي پروژو او د بنسټيزو تاسيساتو جوړونې په تر سره کېدو سره به په دغو ځايونو کې ستر بدلونونه رامنځته شي او عامه وګړي به ترې ريښتنې ګټې واخلي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |