CRI Online

شي جين پينګ د پاکستان په خبري رسنيو کې يوه مقاله خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2015-04-19 21:01:55

عکس:د ٢٠١٤ د فبرورۍ په نولسمه نېټه شي جين پينګ په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د پاکستان د ولسمشر ممنون حسين هر کلی وکړ

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اپريل په نولسمه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د پاکستان د ډېلې جانګ او ډېلې ټايمز په ورځپاڼو کې يوه مقاله خپره کړه چې عنوان يې و، د چين او پاکستان تر منځ دوستۍ به تل پاتې وي.

رئيس شي جين پينګ په دې مقاله کې ليکلي، له اوږدې مودې راهيسې، چين له پاکستان سره په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ کړی او ستر برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. د پاکستان حکومت او خلکو د اقتصادي پرمختګ او د وګړيو د ژوند د ښه والی په برخو کې د کوښښ کولو تر څنګ له ترهګرۍ او تندلارۍ سره کلکې مبارزې کړې او کوي يې او د دولتي امنيت او ټولنيز ثبات د ساتلو لپاره يې خدمتونه کړي دي. د پاکستان د ښه ملګری په توګه، چين د پاکستان لخوا د تر لاسه شويو برياليتوبونو په اړه خوښی دی. باور لرم چې پاکستانيان به په راتلونکی کې نور زياتې لاسته راوړنې وګټي. په ٢٠١٥ کال کې پاکستان زما د سفر لومړی هېواد دی، زه به د پاکستان له ولسمشر ممنون حسين او لومړي وزير نواز شريف سره وګورم. هيله لرم چې د دې سفر په اثر د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز د جوړونې او په نورو برخو کې د دواړو خواوو تر منځ همکاري نوره ژوره شي او د دواړو هېوادونو دوستانه اړيکې نورې ټينګې شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای