د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د ولسمشر ممنون حسين او لومړي وزير نواز شريف په بلنه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل د شلمې نېټې په سهار له بېجينګ څخه پاکستان په لور وخوځېد. برسيره پر دې، شي جين پينګ به د اندونيزيا د ولسمشر جوکو ويدودو په بلنه په اندونيزيا کې د اسيا او افريقا د مشرانو په غونډه او د باندونګ غونډې د شپتمې کاليزې د يادونې په ناسته کې ګډون وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |