د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو ورځو کې د پاکستان د کومباټ (Combate) او هر ورځ نيوز په ورځپاڼو کې د چين او پاکستان د دوستۍ د اوږد ژوند په عنوان يوه مقاله خپره کړه. هغه په دې مقاله کې وويل، د چين او پاکستان تر منځ اړيکو تل په سالمه او ثابته توګه پرمختګ کړی او کوي يې. موږ دې د کلتوري تګ راتګ په ساحه کې نورو هېوادونو ته ښه نمونه يو. د پاکستان بېلا بېلو ټولنو د دې مقالې ډېره ستاينه وکړه.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسين وويل، باور لرم چې پاکستان ته د ښاغلي شي سفر به د پاکستان او چين تر منځ د اړيکو د پرمختګ او د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي دهليز د جوړولو کار د پرمخ وړلو لپاره تاريخي فرصت برابر کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |