د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د اپريل په شلمه نېټه له بېجينګ څخه د خوځېدو تر شپږ ساعتنۍ الوتنې وروسته او د ٣٩٠٠ کيلومترو په وزل سره د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړې الوتکه اسلام اباد ته ورسېدله، په همدې وخت کې د پاکستان د هوايي پوځ اته جنګي الوتکې هوا ته پورته شوې چې د شي جين پينګ د ځانګړې الوتکې امنيت ساتنه يې وکړه.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسين او لومړي وزير نواز شريف په بلنه، شي جين پينګ د روانې مياشتې په شلمه او يوويشتمه نېټه پاکستان ته رسمي سفر کوي. ور پسې به هغه د اندونيزيا ولسمشر جيوکو ويدودو په بلنه په دې هېواد کې د اسيا او افريقا د مشرانو په غونډه او د باندونګ غونډې د ٦٠مې کاليزې د يادونې په فعاليت کې ګډون وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |