CRI Online

د چين د دولت رئيس اسلام اباد ته سفر کوي.

cri     (GMT+08:00) 2015-04-20 16:02:31

د اپريل د ۲۰مې نيټې په سهار شاوخوا اتو بجو د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په خپلو ځانګړو الوتکو سره له بېجينګ څخه وخوځېد او د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ولاړ. دا په روان کال کې نورو هېوادونو ته د چين د دولت رئيس لومړی سفر دی.

د پاکستان د ولسمشر ممنون حسين او صدر اعظم نواز شريف په بلنه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې له ۲۰مې نه تر ۲۱مې نيټې پورې پاکستان ته رسمي سفر کوي. تر دې وروسته شي جين پينګ به د اندونيزيا ولسمشر په بلنه دغه هېواد ته هم ولاړ شي او هلته به د اسيايي او افريقايي هېوادونو په سرمشريزه غونډه او د باندونګ غونډې د ۶۰مې کليزې په مناسبت يو لړ يادېدونکو مراسمو کې ګډون وکړي.

پاکستان د چين ډېر مهم ګاونډی هېواد او د هر ډول هوا ستراتيژيک همکار دی. له څه دپاسه نيمې پېړۍ راهيسې د چين او پاکستان ترمنځ دوستۍ د نړيوالو حالاتو او د دوو هېوادونو دننه سختو بدلونونو له امله پرې هېڅکله منفي اغېزه نه ده کړې او تل د تګ په لار کې خپل ګامونه پر له پسې پورته کوي.

له دغه سفر مخکې رئيس شي جين پينګ د پاکستان د جنګ او ډيلي خبرين په دوو ورځپاڼو کې خپله ليکنه خپره کړه چې سرليک يې د چينايانو او پاکستانيانو ترمنځ دوستي دې ژوندې وي او پکې يې څرګنده کړه چې زه له پاکستان څخه خپلې رسمي ليدنې کتنې ته سترګې په لار يم. دا پاکستان ته زما لومړی سفر دی، خو داسې احساسوم لکه د خپلو ورڼو کور ته د تګ په شان.

تېر کال ولسمشر حسين او صدر اعظم شريف په جلا جلا توګه دوه ځلې چين ته سفرونه کړي او دواړو خواوو د خپلمنځي ستراتيژيکې همکارۍ د پر له پسې ژورتيا په هکله يې مهمې موافقې لاسليک کړې. د اقتصادي همکارۍ په برخه کې چين اوس د ورېښمو يو کمربند او يوې لارې ابادي پرمخ بيايي. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د روان کال په فبرورۍ کې په پاکستان کې ويلي و چې که موږ د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د اړوندو هېوادونو لخوا د ګډون او ګډو ګټو يو سيمفوني موزيک په مجازي ډول ګڼو، نو د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز ابادي د ياد سيفوني موزيک په لومړي باب کې تر ټولو په زړه پورې برخه وي.

اوس مهال د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په اړه د راتلونکو پلانونو ګډ کمېسيون په ګډون د همکارۍ يو لړ پروګرامونه پيل شوي او د کراکورم سړک، د ګدني او مټل انرژۍ پروګرام، د ګوډر بندر او د کراچۍ او لاهور ترمنځ پوخ سړک په شمول يو شمېر پروژو چټک پرمختګونه موندلي دي.

د ځينو خبري سرچينو له مخې، پاکستان ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سفر په ترڅ کې به دواړه خواوې يوه ګډه اعلاميه خپره کړې او د انرژۍ، د ترانسپورټ بنسټيزو تاسيساتو، اقتصاد او سوداګرۍ، مالي چارو، علمي او تخنيکي په اړوندو ساحو کې د همکارۍ تړونونه به لاسليک کړي. له دې جملې څخه يو شمېر پروګرامونه د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په ابادۍ پورې اړه لري.

د امنيتي همکارۍ په برخه کې د بېجينګ پوهنتون د جنوبي اسيا څېړنيز مرکز مشر ښاغلي جيانګ جين کوی په دې نظر دی چې د ترهګرۍ، تندلارۍ، بېلتون غوښتنې ځواکمنتيا د چين او پاکستان لپاره د ويرې اړتيا شته. د بېلګې په توګه د ختيځ ترکستان غورځنګ په نامه ترهګريز سازمان د دوو هېوادونو د سولې او ثبات لپاره يو ګډ ګواښ دی. د رئيس شي جين پينګ د دغه سفر له لارې به دواړه هېوادونه د همکارۍ لاسونه لا نژدې کړي، په ګډه هر ډول ترهګرۍ په وړاندې به مقابله وکړي او په ګډه به د سيمې سوله او امنيت وساتي.

له پاکستان نه سربېره رئيس شي جين پينګ به د خپل سفر په ترڅ کې په اندونيزيا کې د اسيايي او افريقايي هېوادونو په سرمشريزه غونډه او د باندونګ غونډې د ۶۰کليزې په مناسبت يو لړ يادېدونکو فعاليتونو کې ګډون وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای