CRI Online

پاکستاني ماشومان د شي جين پينګ هرکلي پر مهال

cri     (GMT+08:00) 2015-04-20 16:08:32

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د روټ ميلينيوم ( Roots Millennium Schools) د ښوونځي زده کوونکو د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د هرکلي په مراسمو کې ګډون وکړ.

ياد ښوونځی د پاکستان يو مشهور شخصي ښوونځی دی او پنځه زره او پنځه سوه زده کوونکي لري. د اپرېل په شلمه نېټه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پاکستان ته ورسيد. د دې ښوونځي زده کوونکيو د ده د هرکلی په مراسمو کې ګډون وکړ او په ځينو پوستړونو کې يې ليکلي، شي دا دا، موږ ستاسو هرکلی کوو.

له دې امله چې چينايان له رئيس شي سره ډېره مينه لري، نو دوی شي جين پينګ ته " شي دا دا" وايي. دا په چيني ژبه کې د ستر، لوی يا وتلي مانا لري.

په دې وروستيو کلونو کې، د چين او پاکستان تر منځ اړيکې د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو کار په رڼا کې لا نژدې شوې دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای