د سين هوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په ٢٠ نېټه د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته ورسيد چې دغه هيواد ته يی په رسمي سفر پيل کړی دی.
کله چې د شي جين پينګ مشخصه الوتکه د پاکستان هوايي قلمرو ته داخل شوه د پاکستان د شياو لونګ په نامه اتو جنګي الوتکو هم ورسره بدرګه وکړه. پر ځايي وخت د سهار په لسو بجو ٥٠ دقيقو ياده مشخصه الوتکه د پاکستان نورخان هوايي ډګر ته ورسيده. کله چې شي جين پينګ او د ده ميرمن پنګ لي يوان له الوتکې نه راښکته شول، په هوايي ډګر کې د احتراماتو د څرګندولو لپاره ٢١ ګولۍ وويشتل شوې . د پاکستان ولسمشر او صدراعظم د دوي ميرمنو ورته توده هرکلی څرګند کړ. دوو پاکستاني ماشومانو چې ملي جامې يی اغوستې وي،شي جين پينګ او پنګ لي يوان ته د ګلانو ګيدۍ وړاندی کړې.
شي جين پينګ د پاکستان خلکو ته د چين د خلکو نيکې هيلې څرګندې کړې او دې ته يی اشاره وکړه چې د چين او پاکستان ترمنځ دوستي اوږد تاريخ لري. چين او پاکستان د ورځې او شپې دوستي ، هراړخيزې همکاري ټينګې کړې چې نه يوازی د دواړو خواوو خلکو ته واقعي ګټې رسولې بلکې ځايي سيمې ته يی سوله ثبات او پرمختګ ورکړی دی. چين هميشه له ستراتيژيکه او اوږده نظره د چين او پاکستان ترمنځ اړيکو ته ګوري.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |