CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د خلکو ګوند د مشر اصف علي زرداري په ګډون د پاکستان د عمده وو سياسي ګوندونو له مشرانو سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2015-04-21 09:25:00

د چين خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۲۰مه نيټه په اسلام اباد کې د پاکستان د پخواني ولسمشر او د خلکو ګوند د مشر اصف علي زرداري په شمول د دغه هېواد د عمده وو سياسي ګوندونو له مشرانو سره وکتل.

رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې پاکستان د چين د هر ډول هوا دوست دی. پاکستاني ملګري ما ته وايي چې د پاکستان هر سياسي ګوند له چين سره د دوستۍ پلوی کوي. دا چې د چين او پاکستان ترمنځ د اړيکو نژديوالی د هر سياسي ګوند د اوږدې مودې په پاملرنې او ملاتړ پورې اړه لري. د چين کمونېست ګوند د پاکستان له هر سياسي ګوند سره دوستانه اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له تاسو سره د ګوندونو ترمنځ تګ راتګ او همکاري وکړي.

ښاغلي زرداري څرګنده کړه چې پاکستان ته د رئيس شي جين پينګ د راتګ هرکلی کوي. پاکستانيان ستاسو راتګ ته په تمه وو. باور من يم چې دغه سفر د پاکستان او چين ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته قوی خوځنده ځواک برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای