د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په شلمه نېټه په اسلام اباد کې د پاکستان د درستيزوالو ټولنې له مشر راشد محمود، د ځمکني پوځ لوی درستيز راحيل شريف، د سمندري پوځ لوی درستيز محمد زقالله او د هوايي پوځ لوی درستيز مارشال سهيل امان سره وکتل.
شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د پاکستان پوځونو له اوږدې مودې راهيسې د چين او پاکستان تر منځ د اړيکو په ټينګښت کې مهم رول لوبولی دی. چين د خپلواکۍ، حاکميت، د خاورې بشپړتيا د ساتلو لپاره د پاکستان د کوښښونو ملاتړ کوي. پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزې په موخه ډېرې هڅې کړې او د دې سيمې د سولې او ثبات د ساتلو او د پرمختګ د هڅولو لپاره مهم ځواک دی. په دې وروستيو کلونو کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د چين او پاکستان همکارۍ د ښو برياليتوبونو لرونکې دي چې دا د دواړو هېوادونو د خونديتوب لپاره ستر ارزښت لري.
د محمود په شمول د پاکستان يادو پوځي مشرانو د شي جين پينګ تود هر کلی وکړ او له پاکستان څخه د چين د دايمي ملاتړ او مرستو مننه څرګنده کړه. دوی وويل چې د پاکستان پوځونه به په دوامداره توګه د ترهګرۍ ضد مبارزې او د خپل هېواد د خونديتوب په برخه کې د چين د کوښښونو ملاتړ وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |