CRI Online

د اوبو په مخ د بادباني سکي د ورزش لوبغاړې سونګ کون

cri     (GMT+08:00) 2015-04-21 17:05:03

د تېر ٢٠١٤ کال د جولای په دوولسمه نېټه، د ٢٠١٣ –٢٠١٤ کال د کليبو د ګردې نړۍ چاپېر د اوبو په مخ د بادباني سکي سيالي پای ته ورسېدله، ټول اړوند لوبغاړي د دې سيالۍ د پای ځای، د لندن د تيمذ سيند ته رسېدلي وو. د چينايي لوبغاړې سونګ کون د څلور شپېتو زرو کيلومترو واټن د يوولسو مياشتو په ترڅ کې وواهه، په چين کې لومړۍ داسې لوبغاړې ده چې د ګردې نړۍ چاپېره يې د اوبو په مخ د بادباني سکي ورزش بشپړ کړی دی، د دې بيړۍ چې د چينګ داو هاو په نوم ده، په دې سيالۍ کې اووم مقام ونيوه.

په ٢٠٠٦ کال کې سونګ کون له پوهنتون څخه تر فارغېدو مخکې يې ژوند له بادباني سکي سره هېڅ اړيکې نه درلودې. خو د همدې کال په دوبي کې د دې يوې ملګرې د همدې ورزش زده کوونکو ته د بادباني سکي درس او مهارتونه ور زده کړل او سونګ کون د ترجمې په برخه کې همکاري ورسره کړل. هغې خبريال ته وويل تر دوو مياشتو وروسته مې له دغه ورزش سره ډېره مينه پيدا کړه. په دوو مياشتو کې مې د بادباني سکي ځيني بنسټيز مهارتونه خپل کړل، څرنګه چې سونګ کون په انګليسي، جاپاني ژبو د وياندويې مهارت او پرې ښه پوهېږي، د بادباني سکي د سيالۍ مقرراتو په شمول د کتابونو د ترجمې په کارونو کې يې هم ګډون کړی، هغه چې د بادباني سکي د نړيوالې ټولنې لخوا چاپېږي. برسيره پر دې، سونګ کون په چين کې د بادباني سکي د لومړۍ لويې سيالۍ د ژوندي وړاندې کولو د کوربه دنده هم پر غاړه واخيستله. ور پسې يې اته کاله وروسته د ګردې نړۍ چاپېر د بادباني سکي هيله عملي او تر سره کړه.

سونګ کون د خپل سفر خاطرو او د سختو شېبو په يادولو سره وويل، د ګردې نړۍ چاپېره د بادباني سکي بهير ډېر سخت و، په تېره بيا د ښځو لپاره. څرنګه چې په بيړۍ کې شرايط ډېر سخت وو، نو په څو ورځو کې مې يوازې يو ځل مخ مينځلی او په يوه مياشت کې مې په تودو اوبو يو ځل بدن مينځلی. هره ورځ د خوب وخت مې يوازې درې يا څلور ساعته و، د خوراک ډولونه مو هم ډېر کم او محدود وو. له دې نه پرته، د يوازيتوب احساسات راته لا سخته ستونزه بلل کېدل. په بيړۍ کې ښځه د چال چلند هېڅ ځانګړی امتياز نه لري، هر تن خپله دنده تر سره کوي، که څوک يې زغملی نه شي، نو له سيالۍ څخه به پاتې کېږي. دغه راز په تاريخ کې د هغو ښځو شمېر ډېر کم دی چې د ګردې نړۍ چاپېره د بادباني سکي سيالۍ يې بشپړه کړې. سونګ کون په چين کې لومړۍ دغسې ښځينه لوبغاړې ده.

که څه هم سونګ کون په بيړۍ کې د نارينه وو په پرتله له زياتو ستونزو سره مخامخ شوه، خو هغې په ټينګ هوډ دغه سفر ته دوام او بشپړ کړ. برسيره پر دې، د سيالۍ په اتو مرحلو کې سونګ کون د دوو ځلو لپاره د لنډمهالي مشر په توګه انتخاب شوه چې د دې لپاره ډېر د وياړ وړ و. په دغه يوولس مياشتني سفر کې يو بل د خوښۍ وړ کار دا هم وشو چې سونګ کون خپله مينه پيدا کړه. هغې خبريال ته وويل، په سينګاپور کې دواړه سره مخامخ شوو او د اسيايي خوړو په اړه د خبرو په وخت کې مو يو بل ښه درک کړل.

کله چې چينګ داو ته بيرته ستنه شوه، سونګ کون تود هر کلی تر لاسه کړ. اوس د دې سفر د ختمېدو تر اتو مياشتو وروسته د سونګ کون ژوند بيا عادي حالت ته بيرته ستون شوی. د خپل سفر د يادولو په ترڅ کې سونګ کون غواړي د چين د بادباني سکي چارو لپاره ځيني خدمتونه او کارونه تر سره کړي، د بېلګې په توګه د خپل سفر په ترڅ کې يې ليکلي ورځني يادداشتونه راغونډ او تنظيم کړي او د يو کتاب په بڼه يې چاپ کړي. څرنګه چې د بادباني سکي لوبه په چين کې ډېره مروجه نه ده او ډېر کم کسان په دې لوبې پوهېږي. د زياتو کسانو په اند، دا د شتمنو کسانو لوبه ده. خو واقعيت داسې نه دی. نو سونګ کون غواړي له زياتو کسانو سره خپلې تجربې شريکې کړي تر څو په چين کې د دې لوبې د پراخېدو لپاره ځيني کارونه او خدمتونه تر سره کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای