CRI Online

چين او پاکستان به د سمندر په څېړنو ګډ مرکز جوړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2015-04-21 17:20:48

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې:د چين د سمندر ملي ادارې د اپرېل په ٢١مه نېټه خبر ورکړ چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې به د چين او پاکستان د سمندر ګډ څېړنيز مرکز جوړ شي،دواړو هېوادونو په ګډه د ورېښمو لارې د صندوق د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.

پر ځايي وخت د اپرېل په ٢٠مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د پاکستان د صدراعظم محمد نواز شريف تر نظارت لاندې د چين د سمندر ملي ادارې مشر وانګ هونګ د پاکستان د ساينس او ټېکنالوژۍ وزارت له دايمي سکريتر کامران علی قرشي سره د چين او پاکستان د سمندر ګډ څېړنيز مرکز د ابادۍ په اړه موافقه ليکونه تبادله وکړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای