د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل په ٢١مه نېټه په اسلام أباد کې د پاکستان د مشرانو جرګې له مشر ميان رضا رباني او د ملي کانګرس له مشر سردار اياز صادق سره وکتل.
رئيس شي وويل چې د چين او پاکستان ترمنځ دوديزه دوستي د دواړو هېوادونو د مشرانو او د بېلا بېلو ټولنو شخصيتونو د ګډې پاملرنې نتيجه ده او دا د دواړو هېوادونو د خلکو قيمتي ثروت دی.
رباني او صادق څرګنده کړه چې له چين سره دوستانه اړيکې د پاکستان د بهرنيو تګلارو بنسټ دی. د پاکستان او چين ترمنځ اقتصادي دهليز نه يوازې د دواړو هېوادونو لپاره ګټور دی،بلکې ګاونډيو سيمو ته به هم ګټه ورسوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |