CRI Online

د ورېښمو لارې صندوق له پاکستان سره د همکارۍ لومړی تړون لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2015-04-22 10:07:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اپرېل په شلمه نېټه، د ورېښمو لارې صندوق، د چين د سان شيا ګروپ او د پاکستان د برېښنا او بنسټيزو تأسيساتو د جوړولو د شخصي تصديو کميټې په اسلام أباد کې د اوبو په وسيله د برېښنا توليدولو په پروژه کې د همکارۍ ياددښت لاسليک کړ. دا له بل هېواد سره د دې صندوق لخوا لاسليک شوی لومړی تړون دی او د پانګو اچولو په برخه کې د دې صندوق مهم ګام دی. ياده پروژه به په دوه زره او شلم کال کې پيل شي او په دوه زره او پنځوسم کال کې به د دې پروژې د کنټرول حق په وړيا ډول د پاکستان حکومت ته ورکړل شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای