CRI Online

چين او پاکستان د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره يوه نقشه جوړه کړې ده

cri     (GMT+08:00) 2015-04-22 15:41:22

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د پاکستان لومړي وزير نواز شريف په حضور کې، چين او پاکستان د اپريل په شلمه نېټه په اسلام اباد کې د دواړو هېوادونو د هر ډول هوا ستراتيژيکو اړيکو د ټينګښت په اړه يوه ګډه اعلاميه خپره کړه. دغه اعلاميه د شل ماديز محتوياتو لرونکې ده چې د سياست، اقتصاد او سوداګرۍ، امنيت ، خونديتوب او کلتور په برخو کې د دواړو هېوادونو په همکارۍ پورې اړه لري. کارپوهان دې ته اشاره کوي چې دغه سند د ريښتينو همکاريو لرونکی دی، له اوږې مودې راهيسې د دواړو هېوادونو د دوستانه تګ راتګ يوه نتيجه ده او د چين او پاکستان د ګډ برخليک ټولنې د جوړېدو لپاره يې يوه نقشه جوړه کړې ده.

ياده ګډه اعلاميه د چين او پاکستان د دوه اړخيزو اړيکو د لا نور ټينګښت په موخه ده چې له پخوانيو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو څخه د هر ډول هوا ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته لوړېږي. د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د جنوبي اسيا د څېړنيز مرکز سرمنشي او د نړيوالو موضوعاتو کارپوه يې های لين وويل د هر ډول هوا ستراتيژيکې اړيکې يعنې پروا نه لري چې په نړيوالو او سيمه ييزو اوضاعو کې څه بدلونونه رامنځته کېږي، د چين او پاکستان تر منځ دوستانه او همکاريزې اړيکې به پر ځای او نه بدلېږي. دا له نورو هېوادونو سره د چين په ډيپلوماتيکو اړيکو کې يوازنۍ دغه شان اړيکې دي. په راتلونکی کې به دواړه هېوادونه هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ تر سره کړي.

د پاکستان د اسلام اباد د نړيوالو چارو د کمېټې رئيس خالد محمد په اند، د چين او پاکستان تر منځ اړيکې د هر ډول هوا ستراتيژيکو اړيکو ته لوړېدل، د اوږدې مودې راهيسې د دواړو هېوادونو تر منځ د متقابل باور او ګټورو همکاريو پر بنسټ تر سره کېږي. له دې څخه ښکاري چې دا پروا نه لري په نړيوال چاپېريال کې څنګه او څه بدلونه رامنځته کېږي، خو دواړه هېوادونه به په کلکه د يو او بل خوا کې ولاړ وي.

په دغه ګډه اعلاميه کې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ورېښمو سمندري لارې په جوړونه کې د يوې مهمې برخې په توګه د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د بلل کېدو په اړه د تر لاسه شوي برياليتوب ستاينه وشوه.

د پاکستان د اسلام اباد د نړيوالو چارو د کمېټې رئيس خالد محمد په نظر، د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د چين د شينجيانګ له کاشغر څخه د پاکستان تر ګودر بندر پورې غځېږي او د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند د ورېښمو له سمندري لارې د سره تړلو رول لوبوي، نو د دې اقتصادي دهليز جوړونې په بشپړتيا سره به د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو د لوی پلان يوه تلپاتې نښه وګرځي چې د نمونوي ارزښت لرونکی به وي.

دواړو خواوو په ياده اعلاميه کې موافقه کړې چې هغه اقتصادي همکاريز ترتيبات به تر سره کړي چې د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز پلان تر لاښوونې لاندې او عمده برخې يې د ګوادر بندر، انرژۍ، بنسټيز ترانسپورټي تاسيسات او صنعتي همکارۍ دي، برسيره پر دې، د همکارۍ يو لړ مشخصې پروژې هم پکې وړاندې شوې دي.

د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د جنوبي اسيا د څېړنيز مرکز سرمنشي ښاغلي يې های لين وويل د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې په ترڅ کې يوه حساس ټکی دی، په تېره بيا د ګوادر بندر پروژه، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د چين د ختيځې برخې، شمال لوېديځې برخې او د هندي سمندر پر غاړو د سيمو تر منځ اقتصادي اړيکې ټينګې شي.

چين او پاکستان په دغه ګډه اعلاميه کې د ترهګرۍ ضد مبارزې او د نړيوالو او سيمه ييزو امنيتي چارو په برخو کې د خپلمنځي همکارۍ د پياوړتيا نيت څرګند کړ. ښاغلي خالد وويل د لوی اقتصادي پلان د تر سره کولو په عين وخت کې بايد يوه سوله ييزه زمينه برابره شي. چين تل د سولې او خونديتوب ساتونکی دی، نو پاکستان به د پرمختګ د ښه چاپېريال د تر لاسه کولو لپاره تر وسې پورې د چين د امنيتي پلان ملاتړ وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای