CRI Online

چين باور لري چې خپل ٧٪ اقتصادي زياتوالی وساتي

cri     (GMT+08:00) 2015-04-24 16:54:55

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې چارواکي لي يانګ جه د اپريل په ٢٤ مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چين باور لري چې خپل ٧٪اقتصادي زياتوالی وساتي.

نوموړي وويل، اوس مهال، د چين اقتصاد د زياتوالی سرعت ورووالی معقول دی او دغه ورووالی به يوازې لنډمهاله وي. د روان کال په لومړۍ ربغه کې د چين اقتصاد د زياتوالي سرعت ٧٪ ته ټيټ شوی ، د صنعتي توليد د زياتوالي سرعت په زياته اندازه ورو شوی، او د تصديو ګټې هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله کمې شوې دي او دا ريښتيا ده چې د چين اقتصاد له فشارونو سره مخامخ دی، خو د اړوندو تدبيرونو په غوره کېدو سره به بيا په اقتصادي حالاتو کې ښه والی راشي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای