د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې:د اپرېل له ٢٢مې نېټې څخه تر ٢٤مې نېټې پورې د چين صدراعظم لي که چيانګ د فو جيان ولايت د شيا من، چيوان جو او فو جو له ښارونو څخه ليدنه وکړه.
صدراعظم لي که چيانګ په شيا من ښار کې وويل چې اوس د نړيوال اقتصاد د اعادې بهير سخت دی او د چين اقتصادي پرمختګ په معقوله فضا کې دی.ازادۍ سوداګريزې سيمې دې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې پلې کړي او د موثريت د لوړتيا په اړه دې ازموينې راغونډې کړي تر څو لارښوونکی رول ولوبوي .
صدراعظم لي په دې وروستيو کلونو کې فو جيان ولايت اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کړی او نوموړي يې د برياليتوبونو په اړه ډېره ستاينه وکړه.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |